د افغان سولې پروسې راتلونکی برخلیک    

څو میاشتې وړاندې  د امریکا او د طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شو او ذکر شوی  تړون د افغان سولې پروسې په برخه کې یو لوی پرمختګ و ددغه تړون د د ښه تطبیق لپاره دواړو طرفونو په تړون کې   یو لړ لیکلي  ژمنې وکړې چې دغه ژمنې د تړون اساسي شرایط   بلل کیږي  ددې تړون له مخې به د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب  بندیانو خلاصون، د مې میاشتې تر پایه د  افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل،  د طالبانو لخوا د نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول ، د افغانستان څخه نړۍ ته د احتمالي  متوجې خطرونو پر وړاندې مبارزه،  پر نړیوالو ځواکونو د طالبانو لخوا د حملو نه کول،  او د افغان دولت او طالبانو تر منځ د مخامخ مذاکراتو پیل کول  د تړون عمده موضوعات شمیرل کیږي

 که موږ د تړون عملي کولو اړخ ته نظر واچوو نو تر ډیره دغه ژمنې عملي شوي دي  طالب زندانیان ازاد شول  ، د نړیوالو ځواکونو او طالبانو تر منځ پر یو او بل حملې تر ټولو ټیټ حد ته راښکته شوې  ، پدې وروستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ مذاکرات پیل شول ولې د طالبانو او ترهګرو ډلو د اړیکو د شتون په اړه لا هم ستونزې شته دي  او له بله اړخه په افغانستان کې  د  تاوتریخوالی ګراف تر ټولو لوړ حد ته پورته شوی دی  چې دې ستونزو د  تړون د راتلونکي په اړه  اندیښنې راپارولي دي.

دلته مهم سوال  دادی چې امریکا کې د جوبایډن په مشرۍ نوی حکومت  رامنځته شوی دی او د سولې  ذکر شوی  تړون د ټرمپ په مشرۍ حکومت له طالبانو سره لاسلیک کړی دی نو آیا ولسمشر  جوبایډن به دغه تړون ته ژمن پاتې شي؟

که موږ د افغانستان په اړه د  بایډن بهرنۍ پالیسۍ ته وګورو نو د ټرمپ او بایډن تر منځ د افغانستان په اړه د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې ډیر  توپیرونه ښکاري.
 
ټرمپ د افغانستان څخه د امریکا پر مطلق خروج تأکید کولو اما بایډن د امریکایي ځواکونو  د مطلق خروج سره موافق نه دی او همدا علت دی چې بایډن د طالبانو سره د امریکا په شوي تړون د تجدید نظر  او بیا ارزونې غوښتنه کړي ده.

دلته اوس  دوه احتماله شتون لري   
 لومړی احتمال  دا دی چې که چیرې ذکر شوي   هوکړې  ته ولسمشر جوبایډن ژمن پاتې شي نو زیات احتمال شته دی چې په افغانستان کې به یو داسې ټولشموله حکومت رامنځته کولو ته لار هواره شي   چې طالبان به یې هم لویه برخه جوړوي.

دويم احتمال  دا  دی چې که ولسمشر بایډن د سولې تړون ته ژمن پاتې نشي خپلې ژمنې عملي نه کړي   نو دا به ذکر شوی تړون د له منځه تللو له جدي  ګواښ سره مخامخ کړي  او داسې اټکل کیږي چې د امریکا لخوا  بیا تجدید نظر به د تړون راتلونکی وننګوي ځکه بایډن په افغانستان د امریکایي ځواکونو د یوې برخې پر ساتلو ټینګار کوي او دا خپله د تړون د ماتيدو لامل کیدلای شي نو کله چې ځواکونه پاتې کیږي دا به د تړون مشروعیت له منځه یوسي  او په افغانستان کې به روان جنګ لا پسې اوږد کړي.