له افغان خاورې د شورويانو وتل 

روسان د امان الله خان له وخته افغانستان ته متوجه وو، د دوی دا ارمان و چې افغانستان تر خپل کامل نفوذ لاندې را ولي، تر څو له همدې لارې خپل ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي، په ۱۳۵۷ ل کال د دوی په واسطه د ثور اوومې کودتا تر سره شوه، خلقیان او پرچمیان قدرت ته ورسیدل، خو مګر ونه توانیدل چې خپلې ټولې غوښتنې پلي کړي، نو ۱۳۵۸ ل کال د جدي په شپږمه په خپله افغانستان ته راغلل، د هغه وخت خلقي ولسمشر ښاغلي حفیظ الله امین یې وواژه او د پرچمیانو مشر ببرک کارمل یې په کابل کې پر تخت کیناوه.

د روسانو په راتګ سره جنګ تود شو، په لکونو افغانان ووژل شول او په میلیونو بمونه په افغان خاوره کې وکرل شول، چې تر اوسه یې افغانان په وینو کې ولمبول، د شوروي پوځیان چې هر ځای ته ورسیدل نو عامه وژنه یې پیل کړه، خلک مجبور شول چې خپل هېواد پریږدي، په دې توګه د افغانستان له خاورې یو ثلث افغانان مهاجر شول.

د افغانستان او شوروي په جنګ کې تر ډېره پښتانه زیانمند شول، دوی ووژل شول، کلي او کورونه یې تباه شول، د افغان او شوروي په دې لس کلن جنګ کې نږدې یو نیم میلیون خلک مړه شول، په دې جنګ کې نږدې شل زره روسي عسکر هم ووژل شول او د شوروي د دغه جګړې کلني پوځي مصارف سل ملیاردو ته رسیده، شورویان وروسته له شرموونکې ماتې په ۱۹۷۹ د فبرورۍ په ۲۶ مه له افغان خاورې ووتل، مګر بیا هم په ګران وطن افغانستان کې سوله رانغله چې نږدې دولس کاله وروسته د شورویانو له وتلو امریکا په افغانستان راغله، چې نتیجه یې بیا هم د افغانستان د خلکو تباهي شوه، امریکا او متحدینو یې که هر څومره د یوه باثباته افغانستان نارې ووهلې او په دې برخه کې یې د افغانانو سره په ملیاردو ډالره مرستې هم وکړې، د دې پر ځای چې دا پیسې د افغانستان د شوروي پر ویجاړیو ولګوي، یوازې د جنګي ډلو او په کابل کې د فاسدو حکمرانانو له خوا چور شوې.