د اوبو مدیریت کې یو بل ګام

افغان حکومت او د هند لومړي وزیر د سه شنبې په ورځ د شاه توت بند هوکړه لاسلیک کړه چې په اساس به یې اوبه مدیریت او د کابل ښار ته پاکې اوبه ورسوي.

تیره اوونۍ په نیمروز کې د کمال خان بند چارې بشپړې شوې چې د ابو ذخیره کول پکې پيل شول.

شاهتوت، شاه و عروس او د پنجشېر سیند کابل ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو یوازینۍ سرچینې ګڼل کېږي.

دا چې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو د مصرف او ریچارچ ترمنځ یو شدید منفي بیلانس موجود دی او سږنۍ وچکالي به دا ستونزه نوره هم ژوره کړي، نو د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو باندې د فشار کمولو یوازینی بدیل په لومړي سر کې همدا د شاهتوت للندر بند دی او په دوهم قدم کې د شاه و عروس او بیا د پنجشېر سیند دی.

شاهتوت یو ذخیروي بند دی چې کابل ښار ته د څښاک پاکو اوبو د برابرولو ترڅنګ به زرګونه هکتاره ځمکه هم خړوبه او د منطقې ایکو سیستم به بدل کړي.

 دا د افغانستان د لویو بندونو په ډله کې راځي چې تقریبا د پام وړ مقدار پیسې هم پرې مصرفېږي چې نهايي لګښت یې ۳۰۱ میلیونه ډالر اټکل شوی، دابند د هند په بلا عوضه مرسته جوړېږي.

د کمال خان په بشپړېدو او عنقریب د کجکي د دوهم فاز په بشپړېدو سره د هلمند سیندیزې حوزې اوبه کاملا مهار شوې. د شاهتوت له جوړېدو او د شاه و عروس له بشپړېدو سره به د کابل سیندیزې حوزې د اوبو د مدیریت او مهارولو پروسه چټکه شي.

د کونړ سیند د برېښنا بندونو لپاره یو عظیم پوتنشیل لري چې هلته اوس د استرالیايي فورتسکیو کمپنۍ له خوا د امکان ارزونې مطالعات روان دي او ښايي د ساګۍ، سورتاق او نور مهم بندونه استرالیان جوړ کړي.

د آمو پر سیند پر یوه تاریخي کانال به څو ورځې وروسته کار پیل شي. دا د خوش تپې په نامه د  ۲۹۸ کیلومترو په اوږدوالي د اوبو لګونې کانال دی چې له آمو څخه به په کلني ډول ۱۰ میلیارده متره مکعبه اوبه را اخلي او په جوزجان، کندوز او بلخ کې به ۵۹۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

دا د منطقې په کچه یوه ستره پروژه ده او که د منځنۍ اسیا هېوادونو له مقاومت سره مخ نه شي، نو په افغانستان کې به یو ستر کرنیز انقلاب وپنځوي.

دا کانال د ملي پراختیا شرکت له خوا جوړېږي او له کانال سره هممهاله یو کمپلکس هم جوړېږي چې د ځمکو له کښت څخه نیولې د مېوو او سبزیجاتو تر پروسس پورې مسایل په ځان کې رانغاړي.

سربېره پر دې ټاکل شوې چې په راتلونکي لمریز کال کې په ټول هېواد کې پر ۵۰ منځنيو بندونو باندې کار پیل شي.