جنګ او کوچني قومونه

 ليکوال : جبران خليل
ژباړونکی : محمد قسيم
جنګ او کوچني قومونه یو ځل په بیدیا کې یوه مېږه او وری څرېدل او د هغوي پر سر له پورته څخه یو وږي باز لاندې په وري سترګې خښې کړې وې. کله چې هغه په خپل ښکار د حملې لپاره تیار شو، یو بل باز په همدومره وږي نظر په مېږه او د هغې په معصوم بچي د حملې لپاره راورسېد. لومړنۍ باز په قهر شو او د ښکار پر سر دواړه رقیبان په خپل منځ کې په جنګ شول، چې په خپلو کریږو یې د اسمان فضا ډکه کړه. مېږې پورته وکتل او په ډېرې حېرانۍ سره یې خپل بچي ته مخ ورواړوه او ویې ویل: زما ګرانه! آیا نااشنا نه ده چې دغه دواړه ستر مرغان پر یو بل حمله کوي. آیا دغه پراخ اسمان د دې دواړو د اوسیدنې لپاره کافي نه دی؟ د زړه سره! د زړه له تله خدای ته دعا وکړه چې ستا د وزروالو ورونو تر منځ سوله راولي. او معصوم وري هم په خپل زړه کې دعا وکړه.