داسې خوبان شول ،چې ځانونه په پيسو خرڅوي
دځان خوندونه او رنګونه په پيسو خرڅوي
زړۀ چې ورنه کړئ ، بيا به وروسته ارمانونه کوئ
دباور نه دي خوبان زړونه په پيسو خرڅوي
که زړه مې وغواړي چې مينه ورسره وکړمه
ور سره را ز نشي هم مينه په پيسو خر څوي
خطادې نه کړي خوبان نه لري مرهم دزړونو
کله نا کله خو دردونه په پيسو خرڅوي
((بهار)) نور به هم برباد برباد شي
خوبان دخلکو ارمانونه په پيسو خرڅوي
وروستي