د ماشومانو جسمي مجازاتو په ځاى له دغو لارو نه استفاده وکړٸ 

ځېني وخت ماشومان مونږ اړ کوي چې مجازات ورکول ورته اړين وګڼو.
د نامناسبو ميتودونو کارولو پر ځاى لکه چغې وهل،وهل ټکول او ماشوم ته دسپکاوى کول غوره داده چې داسې ميتودونه وکاروٸ لکه په لنډ وخت کې ماشوم له ځېني امتيازاتو او غوره شيانو څخه چې دوٸ يې خوښوي بې برخې کړٸ. دمثال په توګه که تاسو خپل ماشوم ته دا اجازه ورکوٸ چې په ورځ کې دوه ساعته تلويزيون وګوري نو کله چې هغې يو ناوړه چلند وکړ د جسمي مجازاتو پر ځاى تلويزيون پرې د يوې مودې لپاره بند کړٸ.او يا که د باندې پارک يا داسې نورو ځايونو ته یې وړئ ورته يادونه وکړئ چې هغه ځکه نشي تللئ چې ناوړه چلند يې کړې.

 دا هم په پام کې ونیسئ چې یوازې د قصدي غلطیو لپاره د محرومیت مجازات پلي کړئ، د مثال په توګه که ستاسو ماشوم د ډوډۍ خوړلو پرمهال د اوبو ګیلاس چپه کړي ، نو هغه بايد په ​​هیڅ ډول مجازات نکړئ.

تعلیم باید هیر نه کړل شي: 
کله چې یو ماشوم کوم غلط او خطرناک کار وکړي ، نو دا د مور او پلار په توګه زموږ دنده نده چې یوازې پرې غال ماغال وکړو؛ د مثال په توګه ، که یو ماشوم د سړک نه د تېرېدو په وخت کې احتياط نکوي يا د سړک په مينځ کې ګرځي نو د هغه د ملامتولو پر ځاى بايد ورته لارښوونه وکړو.

غصه شئ: 
ځینې ماشومان سرسخته دي؛ پدې ډول چې د ذکر شوي میتودونو ترسره کول پر دوی اغیزه نه کوي ، پدې حالت کې ، که تاسو یو څه غصه شئ ، هیڅ ستونزه  نلري ، او خپل ماشوم ته په کلکه ووایاست: "زه درته سخت په قار يمه!" په دغې خبر يې مقاومت مات کړئ.

 د ماشوم مسؤلیت له پامه مه غورځوٸ:
 بله مهمه نقطه داده چې د ماشوم مجازات له مسؤلیت څخه د خلاصون لاره بايد ونه ګڼل شي ، د مثال په توګه ،  دمجازات په وخت کې بايد خپل ټول مسوليتونه پرځاى کړي لکه سبق ويل مرسته کول او داسې نوره ،پرېږدئ چې خپلو مسوليتونو ته دوام ورکړي؛ ځکه چې هغه ممکن د سزا څخه د خلاصون لپاره بد کارونه ترسره کول زده کړي ترڅو د مجازات کیدو او د جزا په جریان کې خپل استراحت او آرامتيا ترسره کړى.

 د غلطۍ لپاره بايد تاوان ترې وغواړٸ:
 له خپل ماشوم څخه وغواړئ چې خپل ناوړه چلند جبران کړي؛ د مثال په توګه، ناوړه کلمې يا خبرو لپاره باپد بښنه وغواړي او که لوښې يې بيځايه کړې نو راټول دې کړي.

هغه وهڅوئ: 
ښه کار بايد ورسره تمرين کړٸ چې کله يې ښه کار ترسره کړه ورته کوچنی انعام ورکړئ.

پریکړه کونکی اوسئ:
پریکړه کوونکی واوسئ او له خپل تصميم او خبرې مه اوړٸ د مثال په توګه، که ستاسو ماشوم باید خپله کوټه پاکه کړي ، يا خپل بوټان ومينځي ،نو  باید پخپله يې وکړي.