
اسدالله احمدزی - کابل
خلک خو وايي چي د افغان وطن غميزه دوه دېرش کلنه سوه ، مګر په حقيقت کي زموږغميزه يو سلو څو دېرش کلنه سوه ، ځکه په حقيقت کي د ډيورنډ کرښه وه چي دا وطن يې پر ملا پرې کړ او شاوخوا څلوېښت مليونه ولس داسي د خپلي مور له غېږې محروم کړل سو لکه يو ماشوم چي له خپلي مور بېل په يوه پردي کاله کي رالوی سي ، له بده مرغه د پردي کاله واکمنو زموږ د ولس دغه لويه برخه داسي خواته روانه کړه چي اکثريت برخه يې د خپلواک پلرني ټاټوبي څخه ليري په يوه محکوم چاپيريال کي عادت کولو ته مجبوره سوه خو له نېکه مرغه په دې ولس کي بيا هم په پرله پسې توګه (( ددستار سړي )) پيدا سوه او ولس يې د مطلق پردې کېدو څخه وژغوره .
د ډيورنډ کرښې دې بلي خواته هم وخت په وخت ددې وطن پر اصيلو بچيانو چپه او راسته غوبل جوړ کړل سو چي په۱۳۵۷ لمريز کال د غوايي کودتا ددې ولس پر سرونو داسي مېچنه وګرځوله چي تر اوسه په دوران کي ده او تر ننه پوري ککرۍ خوري .
موږ ددې وطن د بچيانو په توګه په خپله بده ورځ کي د توپاني کېدو څخه د راګرځېدو په لږ هڅه هم خوشاله سوي يو ، موږ چي خپله بېړۍ د ډوبېدو په حال کي وينو هر هغه لاس ته خوشاله کېږو چي زموږ د ژغورني په نيت راغځول کيږي .
له نېکه مرغه زموږ د ولس يوشمېر پوه او هوښيار وګړي ددې ډوبېدونکي بېړۍ څخه بهر د ساحل پر غاړه نسبتآ په امن کي پاته دي چی زموږ د ولس د اميد سترګي ور اوړي ، ددې ساحل تر ټولو غني اړخ نن سبا د انګلستان پلازمېنه لندن دی چي نامی خدا د دې وطن د پوهي او فرهنګ د اسمان زيات شمېر راڼه ستوري پکښي اوسيږي او زموږ د ډوبېدونکي بېړۍ لپاره هڅي کوي ، تاريخ مو له ورکېدو ژغوري ، کلتور مو په خپلو هڅو د پرديو له يرغله ساتي او په ټوله کي ددې قام د معنوي غنا لپاره خدمت کوي .
په دې وروستيو کي له رسنيو اورو او لولو چي زموږ د فرهنګيانو او خواخوږو د هڅو په برکت زموږ د بابا لوی احمدشابابا د سولي يوه نړيواله هڅه ( د پاني پت لويه او پرېکنده جګړه ) په داسي مهال څېړل کيږي چي زموږ پر قام د ترهګرو نوم تپلو هڅي رواني دي .
له نېکه مرغه لندن ته د پخوانيو مېشتو افغان پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او فرهنګيانو تر څنګ په دې وروستيو کي له نورو اروپايي هيوادونو هم هغه څېرې ور کډه سوي دي چي هر يوه یې تر دې مخکي بلجيم ، جرمني ، هالنډ او نورو هيوادونو کي پام وړ کلتوري خدمتونه ترسره کړي دي ، له دې جملې له سلواک څخه د نوميالي کيسه ليکونکي عبدالوکيل سوله مل شینواري ، بلجيم څخه د افغاني کلتوري ټولني پخواني مشر نجيب احمدزي ، له هالنډ څخه د افغان کلتوري ټولني د لومړني مشر ډاکټر طارق رشاد ، د افغانستان د راډيو تلويزيون ممثلي اغلي ستوری منګل ، تکړه شاعرانو نظيف تکل او د يو داغ يو ټکور شاعر افضل ټکور غوندي يو شمېر نور نوميالي شخصيتونه چي دا مهال په لندن کي اوسيږي د نورو فرهنګيانو سره يو ځای ددې هيواد په يوه تاريخي سيمينار کي سره راغونډيږي او يوه ارزښتناکه ملي او تاريخي ویاړنه څېړي ، شني او پوهان به نوي څېړني پر وړاندي کړي .
که څه هم له بده مرغه زه په دې سيمينار کي د ګډون اسانتيا نلرم او لا په دې ډوبېدونکې بېړۍ کي هره ورځ د خپل ژوند وروستۍ ورځ ګڼم خو په دېره بې صبري ددې سيمنيار د راپور، وېډيو ، انځورونو او په پای کي ددې علمي سيمينار د مقالو د ټولګي ترلاسه کېدو شېبې شمېرم .
لوی خدای ته لاسونه لپه کوم چي زموږ بېړۍ له ډوبېدو وژغوري چي ډېر ژر دغسي ارزښتناک سيمينارونه د خپل هيواد په غېږه کي جوړ سي او زموږ د هيواد فرهنګی مرکز چي دا مهال د لیکوالو او فرهنګيانو د شمېر په لحاظ په لندن کي دی د خپل هيواد په غېږ کي له فرهنګي مرکزونو سره ګډ سي او يو لوی افغان فرهنګي مرکز رامنځته کړي چي په دې ډول سره زموږ هغه ولس چي څه د پاسه يوه پېړۍ مخکي يې د بېلېدو هڅه سوې ده بيرته يې د رايوځای کېدو پراخي عملي هڅي رواني سي او موږ په نړۍ کي د يوه واحد او سوله دوست ملت په توګه راڅرګند سو .