‎څنګه کولی شو پیسې مديریت کړو؟

‎یو له هغو اساسي مهارتونو څخه چې یو کس کولی شي په مالي برخه کې پرمختګ وکړي، په سمه توګه د پیسو اداره کول او ساتل دي.

‎هر شخص چې یو کارو بار لري او عاید ترلاسه کوي باید داسې یو پلان ونیسي چې، په ګټلو پیسو هم ورځنی ژوند وچلوي او هم د راتلوونکې لپاره یوه اندازه پیسې پس انداز کړي.

‎په نړۍ کې ډیر داسې خلک شته چې ښه عاید لري خو د ساتلو او سپمولو په طریقه یې نه پوهیږي، ځینې خو یې آن داسې وي چې د میاشتې په پای کې قرضداره هم وي.

‎د پیسو مدریت کول او ساتل لکه د نورو کارونو په څیر خپل اصول او قواعد لري چې باید په نظر کې ونیول شي، چې هر شخص د خپل راتلوونکي ژوند لپاره یوه اندازه سپما ولري.
‎اوس هغو فکتورونو ته اشاره کوو چې یو کس پیسې څنګه ښې مدریت او د سبا لپاره یې سپما کړي:

‎۱- لګښتونه مو مشخص کړئ.
‎د میاشتې په پیل کې مو د کور د لومړنیو ضروري توکو لګښتونه مشخص کړئ، د هر توکي قیمت په کتابچه کې ولیکئ، دا کار تاسو سره مرسته کوي چې د ژوند لومړیتوبه مو څه دي.

‎۲ - کوچنیو لګښتونو ته مو پام وکړئ.
‎ښايي کوچني لګښتونه ستاسو په نظر کم او بې ارزښته وي خو همدا واړه واړه لګښتونه ستاسو بودیجه کموي او نشئ کولای سپما وکړئ.

‎۳ - غیر ضروري لګښتونه کم کړئ.
‎تر خپله وسه مو غیر ضروري لګښتونه کم کړئ، مخصوصا چې د میاشتې پای ته ډیر وخت پاتې وي. غیر ضروري لګښتونه ستاسو سرمایه ورو ورو خوري چې دا هم ستاسو د پس انداز مخه نیسي.

‎۴ - له پور اخستلو ډډه وکړئ.
‎پور ستاسو د ګټلو پیسو لوی دښمن دی. که تاسو د خپلو پیسو یوه برخه د پور خلاصولو ته ځانکړې کړئ نو.هیڅوخت پس انداز نشئ کولای.

‎۵ - د پیسو سپمولو لپاره هدف وټاکئ.
‎تاسو باید د پیسو یوه برخه تل په یوه بانکي حساب یا بل خوندي ځای کې وساتئ، د دې کار ګټه دا ده چې ستاسو د پیسو یوه برخه ستاسو له سترګو پناه ده او مصرفولو ته یی نه هڅیږئ.

‎۶ - له نغدو پیسو څخه ګټه مه اخلئ.
‎  کله چې د کوم څه د اخستلو لپاره بهر ځئ نغدې پیسې مو بانکي حساب یا بانکي کارت ته لیږئ، دا کار تاسو سره مرسته کوي چې اضافه خرچي ونه کړئ.

‎۷ - د خپل عاید یوه برخه مو ضروري لګښتونو ته ځانګړې کړئ.
‎کله چې تاسو عاید ترلاسه کوئ نو د ژوند ضروري لګښتونه مو باید لومړیتوب ولري او یوه برخه پیسې حتما ورته ځانګړې کړئ. لکه د خوراکي توکو اخستل، د قرضونو ورکول، د کور کرایه، بیمه او نور...

‎۸ - ورځیني لګښتونه مو حتما ولیکئ.
‎دا کړنه تاسو سره مرسته کوي چې د میاشتې په پای کې د پیسو له کمبود سره مخ نشئ.
‎د هر توکي قیمت په کتابچه کې ولیکئ او د میاشتې په پای کې وګورئ چې څومره غیر ضروري شیان مو اخستي او په آینده کې یې له اخستلو ډډه وکړئ.

‎۹ - د یو شي د اخستلو لپاره بیړه مه کوئ.
‎یو ځل ټول بازار ګورئ وروسته بیا د اخستلو پریکړه کوئ. که بیړه وکړئ نو کیدای شي قیمته توکي واخلئ.

‎هر څومره چې دا مثبت عادتونه په ورځني ژوند کې عملي کړئ، په ډیرې آسانۍ کولای شئ خپلې پیسې ښې مدریت او پس انداز کړئ. په دې ډول به هم آسوده ژوند لرئ او هم به مو د پانګې اچونې لپاره لازمه بودیجه سپمولي وي.