د موقت حکومت باز به د چا پر اوږه کښېني!؟

په داسي حال کې چې د موقت حکومت  اوازې او وړاندوېینې تر بل هر وخت ګرمې دی ورسره ځيني شخصیتونه او جهتونه هم لګیا دی چې له موکې څخه په استفادې د خپل ځان په ګټه وهنه و کړي.

که څه هم تېره ورځ په افغانستان کې د امریکا سفارت د موقت حکومت خبره یوازې اوازه وبلله خو ویل کیږي چې امریکایي چارواکي هم د پردې تر شا د موقت حکومت پر آپشن غور کوي.

تازه ځيني رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد هم د لنډمهال حکومت پر آپشن له ځينو سیاسیونو سره لیدنې کتنې کړې دی.

د ځيني سرچینو د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ ښاغلي خلیلزاد کابل ته د خپل سفرپرمهال له یو شمېر سیاستوالو او مطرح شخصیتونو سره د موقت حکومت پر جوړېدو خبرې کړې دي.

ویل کیږي چې د ولسمشرغني پر همدغه موضوع له خلیلزاد سره ژور اختلاف هم رامنځته شوې ده او همدا لامل وو چې ښاغلي غني له خلیلزاده سره له لیدلو انکار وکړ.

 داسي راپورونه هم ورکول شوي دی چې زلمي خلیلزاد د یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په ملتیا په اماراتو کې هم د عطاءمحمدنور او یونس قانوني  په ګډون له ځيني افغان سیاسیونو سره پردغه موضوع خبرې کړې دی.

د لنډمهالی حکومت د جوړېدو پر طرحه ډيری سیاستوال او اړخونه متفق دی خو د مشرتابه پر سر یې لاهم جوړ جاړی په یوه بن بست حالت کې دی.

د موقت حکومت د مشر او کابینې په اړه د طرحې پر ډيزاین امریکایانو سلامشورې پیل کړي دی خو نهایي پړاو ته لا نه دي رسیدلي.

ډيری شخصیتونه او جهتونه کوښښ کوي چې له خپل لوري په امریکایانو ځان ومني او د قیادت تاج خپل کړي خو لاهم امریکایانو تر اوسه هیڅ یوه جهت ته اوکې نه ده ورکړې.

خلیلزاده ته نږدې منابع وایي چې د موقت حکومت پر آپشن د کارکولو حلقه کې د نورو په نسبت د ډاکټرعبدالله ، معتصم آغاجان او حکمت کرزي نومونه ډېر یادیږي.

عمرزاخېلوال ، یونس قانوني ، فاروق اعظم او یوشمېر نور کسان هم هڅه کوي چې د لنډمهاله حکومت د مشر لپاره ځانونه شارلسټ کې راولي خو احتمال یې د پورتنیو دریو په نسبت ډېر کم برېښې.

د معلوماتو له مخې ډاکټرعبدالله او حکمت کرزي په دې تړاو له امریکایي چارواکو سره لیدنې کتنې هم ډېرې کړې دی او همدا راز یې له پاکستاني چارواکو سره هم تماسونه نیولي دی چې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د سیاسي کمیسون پخوانی مشر ملامعتصم آغا ته هم د لنډمهاله حکومت د مشر په صفت د ځيني جهتونو لخوا وړاندیز شوی دی خو ویل کیږي چې د نوموړي لخوا بیا موقت حکومت د ورته یوه بل ماډل طرحه وړاندې شوې ده چې دامهال ورباندې غور روان دی.

له ښاغلي معتصم سره د امریکایانو د رضایت ترڅنګ د پخواني ولسمشرحامد کرزي، د حزب اسلامي د ډيری مشرانو او همدا راز د ګڼو افغان سیاستوالو ملاتړ هم ملګری دی.

ملامعتصم آغا د ولسمشرغني په مشرۍ له افغان حکومت سره هم ښې اړیکې لري او د طالبانو لخوا هم ډاډ ورکول شوی ده.

د لنډمهاله حکومت د مشر لپاره د بهرنیو چارو د پخواني سیاسي معین حکمت خلیل کرزي لخوا د طالبانو د قطر له دفتر سره اړیکه نیول شوې ده او له هغوئ څخه یې غوښتنه کړې ده چې له ده څخه ملاتړ وکړي خو د طالبانو د قطر په دفتر کې د حاکمو او با اثره کندهاري طالبانو لخوا یې مخالفت شوی دی.

ډاکټر عبدالله چې له امریکایي چارواکو سره یې په دې وروستیو کې اړیکې خورا ښې برېښي خو د طالبانو لخوا یې په حق کې سور کارت پورته شوی دی.

طالبان ښاغلی عبدالله د دوئ د امارت له راپورزونکو څخه بولي او د تېرو شلو کلونو ټول حساب یې ورپسې لیکلې ده.

دا په داسي حال کې ده چې لاهم د ولسمشرغني په مشرۍ موجوده حکومت تر دامهاله له موقت حکومت سره خورا حساسیت ښئ او اخطار ورکوي چې هیڅکله به دغه طرحه ونه مني.

په تېره یوه اونۍ کې ولسمشرغني په تکراري توګه په خپلو درو ویناوو کې په ټينګار سره وویل چې واک به یواځي منتخب حکومت ته پرېږدي.

د ولسمشرغني لومړی مرستیال امرالله صالح هم د موقت حکومت پر جوړونکو او خوښونکو پټکې کوې چې دغه ارمان به مو پوره نه شي خو د پخوانۍ شمال ټلوالې ډيری مشران او متحدین له لنډمهاله حکومت څخه ملاتړ کوي.

د چارو شنونکي او کارپوهان بیا د ولسمشرغني او حکومت سرې کرښې چنداني د باور وړ نه بولي او وړاندویینه کوي چې که امریکا وغواړي نو ولسمشرغني به هم ډېر ژر په موقت حکومت قانع کړای شي.