رحماني: د دولتي کارمندانو د معاشونو يو شان کول زمونږ  سره کرښه ده 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي چې ولسي جرګه په دې تېنګار کوي چې د دولتي کارمندانو معاشونه بايد يو شان شي او انډول په کې رامنځ ته شي. 

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې که چېرې حکومت د ښوونکو، سرتيرو، اجیرانو او ټيټ رتبه مامورينو معاشونه سره يو څېر نه کړي نو ولسي جرګه به د ۱۴۰۰ل کال بودجه تصويب نه کړي. 

د ټيټ رتبه مامورینو د معاشونو د يو شان کولو طرحه دوه کاله وړاندې د حکومت کابينې تصويب او همدا ډول ولسي جرګې منلې ده خو تر اوسه پلې شوې نه ده او همدا ډول د ۱۴۰۰ ل کال په مالي بودجه کې نه ده شامله شوې.