منطق (Logic) څه شي دی؟ څنګه ويل کيږي او څنګه پرې خپلې خبرې  غښتلې کړو؟ د منطق څو مثالونه

د Logic انګلېسي کلمه د لاتيني ژبې له logike کلمې اخېستل شوې ده چې مانا یې د دليل ويلو هنر دی. پښتو کې ورته سولپوهنه وايي.  د منطق تعريف داسې کولی شو:  د سم دليل ويلو علم او هنر ته منطق يا Logic وايي.  د منطق ويلو موخه دا ده چې ناسم دليل له سم دليل جدا کړو. 

د منطق يا Logic مهمې برخې: 
- فرضيه Premise: دا د منطق هغه برخه ده چې ستاسې د خبرو په اړه شوهد او دليلونه وړاندې کوي ترڅو سمې یې ثبوت کړي. 

 - استنباط Inference: دې برخه کې هغه جملې راځي چې د پاس يا فرضيې جملې ثبوت کوي خو د جملو بڼه نه وي. 
- پايله يا Conclusion: د فرضيې او استنباط له يوځای کېدو وروسته راغلی حاصل د منطق پايله ده. 

دغه بېلګه کې د قرضيې، استنباط او پايلې جملې په دې ډول ويل شوي دي؛ ۱- کابل د افغانستان پلازمېنه ده؛ د افغانستان ولسمشر په ارګ کې وسي؛ ارګ په کابل کې دی (فرضيه). پورته داسې نه دي ويل شوي چې ولسمشر کابل کې وسي، خو د استنباط په برخه کې دا په ډاګه کيږي، چې د افغانستان ولسمشر کابل کې وسي. ۲- دا چې ارګ په کابل کې شتون لري او ولسمشر په ارګ کې وسي، نو مانا دا چې ولسمشر په کابل کې وسي. ۳- پايله دا شوه چې د افغانستان ولسمشر د افغانستان پلازمېنه کې وسي.