غزل


 راشه چې له زړه په مات اوازڅه درته ووایم              
نن به درندانو په انداز څه درته  و وایم
ګوتې به د څړیکو دخپل زړه په مراندو کیږدمه 
پټ به دسلګو سلګو په سازڅه درته  و وایم
زما په لیونتوب کې يې منطق راټوکولای دی
نور دخپلې مینې داعجازڅه درته  و وایم
ته به په ترپکو دبلۍ سر ته راوخیږې
زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته  و وایم
زه چې شومه ته اوته شوې ورک زما په خوبونو کې               
 بل دمحبت جانانه راز څه درته  و وایم
ته يې په کنډوچې تل دخپل نازکرشمې کرې        
زه به د (حسن) دزړه  دنیاز څه درته  و وایم
  
ډاکترحسن