شهراني: ولسمشر د محکمې په چارو کې لاسوهنه کړې او قاضيانو ته ويلي چې ما په ۱۳ مياشتې بند او يو نيم ملېون ډالر جرېمې محکوم کړي 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، روانه اوونۍ کابل کې ځانګړې محکمې د کانونو او پتروليم پخوانی وزير وحيد الله شهراني په ۱۳ مياشتې بند او د يو نيم مېلېون امريکايي ډالرو په نغدي جرېمې تورن کړ. 

د محکمې له پرېکړې وروسته وحيد شهراني او نېږدې کسان یې ادعا کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د محکمې په چارو کې لاس وهنه کړې او ده ته دغه سزا د ولسمشر په لارښوونه ورکړل شوې ده. 

وحيد شهراني هغه مهال چې د کانونو او پټرولیم وزير وو په هرات ولايت کې په يو شمېر پرژو کې په پراخه فساد ککړ پېژندل شوی دی.