ولسمشر غني: هغه کسان چې د اداري فساد د دوسیو له امله زنداني شوي بیا بايد استخدام نه شي

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر  مازدیګر اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس او غړو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. ياد کمېسيون سره په خبرو کې ولسمشر غني ويلي، چې د موازي ادارو لیست ترتیب کړئ، ترڅو د برخلیک په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شي.
 
ولسمشر وړاندې زياته کړې،  د کمېسیون کاري خپلواکي او د ارزونې صلاحیت باید معلوم وي چې وکولای شي زما د دفتر او د جمهوري ریاست اړوند ادارو په شمول ټولې دولتي ادارې وارزوي.

محمداشرف غني په ټینګار وویل،  هغه کسان چې داداري فساد د دوسیو له امله زنداني شوي بیا استخدام نه شي  او په اړه یې باید قوانین تغییر ومومي، همداراز کمېسیون باید جمهوررئیس ته د کارکوونکو د تعلیق  د وړاندیز صلاحیت ولري.