نیمه پېړۍ وروسته

دلاګان پخوا هغه څوک ول چې پۀ کلیو بانډو کې یې تلپاکان سنتول. دوی که روا کار او پښتنې ټولنې ته خدمت هم کاوۀ مګر زموږ باباګانو ور پورې پېچمی کاوۀ. دغه دنده چې نن سبا څوک پر مخ وړي؛ هغه ډانګتر بولو.

دا مې هم لۀ سپین ږیرو اوریدلي چې دوکانداري ځنډن د هندوانو کسب و، پښتنو د ځان لپاره شرم ګاڼۀ.

د نیکۀ ابا لۀ یاده؛ خوست کې دوکانداري ټوله د هندوانو وه. یؤ، یؤ پښتون دغه شرم ته لته ورکوله ان تر دې چې پۀ روستیو کې یې فقط مصاله پولورل دوی ته منسوب کړل.
درې، څلور کاله مخکې د لال پۀ نوم یؤ کلیوال ښار کې مصاله پلورله؛ زیاتي به ځینو (لال سنګ) بالۀ.

نن سبا خوست ښار کې يؤ هندو وینم چې مصاله پلوري، باقي ټول پښتانۀ شریفان دي.
اوس وخت کې بیا وترنري؛ پسې خاندو، حتا لوستي او د نورو رشتو محصلان هم، وترنري پوهنځي محصلانو پورې تمسخر کوي. دغه مسلک ته پۀ ټیټ نظر ګوري خو کور کې د دوو غواو پۀ لرلو سره بیا هم مېلمه ته، پر دسترخوان د مستو او شړومبۍ ایښودلو پر ځای د خپلې ګاؤخانې غیبت کوي.

عجبه خلک یؤ!! کله چې کلي کې غوایی نۀوي بل کلي ته پسې پښتون غوا روانه وي؛ پرېږده د هغې ورځې کیسې به نۀ لیکم.

هسې سوچ مې کاوۀ؛ لۀ تېر تر نن ډېر کسبونه، چې زموږ د ټولنې دین، مذهب او اخلاق یې پۀ اوایلو کې قبلوي، مګر موږ یې نۀ قبلوو، شرم یې ګڼو خو پېړۍ یا نیمه پېړۍ روسته یې پۀ ډېره لېوالتیا سره کوو.

پکار ده چې د بې سببه وهم او د خیالي غرور پر ځای د وخت پر اړتیاوو فکر وکړو، ویي منو.