په وروستۍ  پیړۍ کې  سینګاپور په بدبختۍ کې وو

په وروستۍ پیړۍ کې، سینګاپور په بدبختۍ کې وو.
لوږه، ناروغي ، فساد، جرم پراخه وه.
دولتي پوستونه هغه چا ته پلورل کېدل چې لوړې بیې یې وړاندیز کولې.
پولیسو نجونې د فحشا لپاره تښتولې او د غلو او فحاشانو عاید له دوی سره شريک وو.
د اردو قوماندانانو  ځمکې غصب کړې وې.

قاضيانو خپلې پرېکړې پلورلې رشوت له حده ډير شوى وو.
ټولو خلکو به ویل چې اصلاحات په دغه هيواد کې ناممکن وو.
خو ما ښوونکو ته مخه کړه.

دوی په بدبختۍ کې وو!
ما دوی ته ترټولو لوړ معاش ورکړ او هغوی ته مې وویل:
زه دولتي بنسټونه جوړوم او تاسو زما لپاره انسانان تربيه کړی.
او په دې ډول سینګاپور یو متمدن او ځواکمن هیواد شو!
 لي کی وان یو
(د نوي سینګاپور بنسټ ایښودونکی)