ژمی؛ دخلکو خوښي، اندیښنې او کمزوری اقتصاد!

ژمى دکال وروستى څپرکى، تر ټولو موسمونو سوړ او له اورښتونو سره مل وي . افغان ولس چې د اقتصاد له پلوه کمزوري دي، په دې موسم کې ژوند مخته وړل ورته ګران او ستونزمن تمامیږي. ځکه د خوراکي توکو سره، د سون توکي او نور اړين څيزونه ترلاسه کول ډيرو پيسو ته اړتيا لېدل کيږي، خو ډيرې پيسې بيا لوړ اقتصاد، کاري بسياينې او په بازارونو کې د خرڅلاو توکو کې عدالت دا هغه څه دي، چې د وګړو هوسا ژوند پرې جوړيدلاى شي.

 افغانستان یو له هغو هېوادونه څخه دی، چې ډیري ولایتونه يې د کال  په ورستۍ موسم کې ځمکه، غرونه او رغونه يې په واورو پوښل کیږي، چې له همدې واورین موسم سره سم هوا مخ پر یخیدو او خلک د ژوند چارې دپرمخ وړلو او سمبالښت ته هک او حيران  پاتي وي.

 لوګر ولايت هم له دې فصل نه خلاصى نه لري او له درنې واورې او اورښتونو سره مل وي، چې د مرکز نه لرو او پرتو سیمو کې د واورې د اورښت کچه کابو۸۰ سانتي متره  او د سوړوالي درجه يې تر منفی ۲۵ درجو پورې رسیږي. 

که بل لور ته وکتل شي، نو دې موسم ته بزګران او خلک په دې خوښ دي، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې زرغونې، اوبه پریمانه او د کرنيزو حاصلاتو نه په ډيره اندازه ګټمن کېږي. د واورو او باران د اورښتونو له کبله د شین او زرغون طبیعت په رامنځته کېدو دانسان روح او روان ته هم ګټه رسيږي، له پاکې هوا او ښکلي چاپيريال نه ټول وګړي ګټه اخيستلاي شي.

 همدارنګه د ژمې په فصل کې ولس دجګړو درېدو نه هم يو څه ناڅه په کرارکيږي او په دې خوښ وي، چې وسلوالې ډلې په نوموړي موسم کې بهر هېوادونو ته ستنيږي او يا هم خپلې وسلې پرځمکه ږدي او د سړښت له کبله خپلو سيمو کې د آرامښت ژوند غوره کوي. خو اى کاش چې دوى تل همداسې جګړې بس کړې واى، او تل يې د آرامۍ ژوند نه يې خوند څکلي واى.

 بل پلو، د خلکو کمزورى اقتصاد د ژمې سوړ موسم ګواښي، چې زياترو خلکو په نورو فصلونو کې څه ناڅه ګټې لاسته راوړي وي، نو بيا د پيسو لګښت يې د خوړو او غېرې خوړو تو کو په لوړو بيو ترلاسه کولو له وجې صفر ته رسيږي.

دغه د بېوسۍ ژوند افغانان دناچارۍ له کبله پرمخ وړي . په دې موسم کې د سون او د خوړو توکو بيې دنورو موسمونو په پرتله سوداګر او هټيوال د مختلفو بهانو له کبله دوه برابره لوړه وي، چې دغه يو ناوړه او ناروا عمل دى.

پورتنۍ ستونزې چې افغان ولس ورسره مخ دي، تر ټولو ستونزو په هېواد کې روانه جګړه، فقر، لوږه، بيکاري، بېسوادي او کمزورى اقتصاد دى، چې خلک ورسره لاس او ګريوان دي او هېوادوال په دې درديدلي وضعيت کې ژوند د خداى په تکل پر مخ روان کړې وي.

 ولس انګيري او وايي، چې دولت او بډايه وګړي دې په دغه درديدلي او لويدلي حالاتو کې د بېوسو لاسنيوى او دنرخو څارنه ولې نه کوي!؟ او ولې په يوې جامع طرحې باندې کار نکوي، څو په هېواد کې د لوږي  او فقر کچه راټيټه د عدالت او برابرۍ فضاء رامنځته شي.

ولسونه نه یوازې د نرخونو د لوړيدو په پار اندښمن دي، بلکې جګړې د هرڅه مخه نېولې او په جګړه ځپلې هېواد کې د بيکارۍ نه نېولې بيا تر بې عدالتۍ، ظلم بې انصافۍ او د تباهۍ کچه مخ په لوړيدو وي.

کار پوهان وايي، جګړه د بدبختيو مور ده، هر هغه څه چې د خلکو ژوند ته ستونزې پېښوي، لامل يې د نه څار او نه پوښتنې موجبات دي، چې بايد هر څه د يو مديريت تر سيورې لاندې رهبري شي.

 د دوي په باور افغانان هم په دغه ستونزمن وضعيت کې شپې سبا کوي، چې دغه ځوريدلي وضعيت په ډيريو هېوادوالو منفي اغيزې ښیندلي او د ژوند په ټولنيزو، فرهنګي او مذهبي اړخونو يې دکمرنګۍ نښې له ورايه ښکاري، چې له دې ډلې د ترحم، شفقت، زړه سوى او د مرستو نه شتون او نور موضوعګانې دي، چې خلک يې لرې ساتلي او د قانون خلاف خپلسرې کړنې ترسره کوي.

راځئ هېوادوالو!  دبې وسو درد خپل وګڼو، په لويدلي حالاتو کې دبېوزلو لاسنيوى وکړو، څو په دې سره به يو لور ثوابونه ترلاسه او بل لور د مسکينانو لپاره د وس په توان د هغوى  اقتصاد  به مو څه ناڅه پياوړي کړې وي.