روهي (يوه نۍ/۷ د مرغومي)، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اسرائيلو سره د خپلو اړيکو د عادې کولو او ښه کولو ويلي دي. اردوغان ويلي دی چې که څه هم مونږ له اسرائيلو سره د اړيکو د ښه کېدو پلان لرو خ بيا هم ځيني مسايل د خنډ په ډول شتون لري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي دي چې د فلسطين پر وړاندې د اسرائيلو پالېسي د ترکیې لپاره د منلو نه ده او دا دې اسرائيلو او ترکیې په اړيکو کې د سرې کرښې په توګه شتون لري.
ترکیې او اسرائيلو په ۲۰۱۸ کال کې هم د سياسي اړيکو د ښه کېدو په پار سره خبرې پيل کړې وې، خو د نوي کړکېچونو پر اساس وځنډېدلې. د نوي اړيکو د پيل لپاره د دوعاړه هېوادونو استخباراتي چارواکو خبرې پيل کړي.
له ترکیې وړاندې؛ بحرين او عربي متحده امارت هغه دوه اسلامي هېوادونو وو چې د ولسمشر ټرمپ په هڅو یې له اسرائيلو سره ډېپلماټيکې اړیکې پيل کړې.
وروستي