ښاغلو او آغلو غږ مې واورئ!

د پوهنې، لوړو زده کړو او د عامې روغتیا وزارتونو لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي ډول ولسمشره آیا ښه به نه وي چې د هېواد ټول زده کوونکي او محصلین د زده کړو د لوی نعمت څخه بې برخې نه شي؟

 د یو افغان ځوان په توګه غواړم د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره یوه نوې تګلاره عملي کړو او له مخې یې د هېواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو په مخ خلاص کړواو هم د کورونا ویروس څخه په امن کې پاتې شوي یو.

هغه په دې ډول چې د هېواد ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونو ادارې خپل نوي درسي او د زده کوونکو د راتګ د ورځو لپاره نوي تقسیم او قاتونه جوړ کړي ترڅو د هغې د مخې په اوونۍ کې د هر ټولګي زده کوونکي دوه ځلې ښوونځي ته د درس ویلو لپاره راشي، چې ابتدایه ښوونځو زده کوونکي په اوونۍ کې درې ورځې ښوونځیو ته درسونه لپاره لاړ شي هغه په توګه چې د ښوونځي ټول ټولګي په درې برخو ووېشل شي، چې دغه درېمه برخه زده کوونکي د ښوونځي په ټولو ټولګیو ووېشل شي او د کورونا ویروس د مخنیوي ټولې لارښوونو ترڅنګ د فاصلې په مراعت کولو سره د خپلو استادانو له خوا ورته درس ورکول شي او همدا توګه په خپلو منځونو کې هم فاصله مراعت کېږي ځکه چې د یو ټولګي زده کوونکي په ۴ ټولګیو وېشل کېږي.

همدا ډول هغه ښوونځي چې د زده کړو بهیر یې تر منځني ښوونځي پورې دی دوي هم کولی شي چې په اوونۍ کې دوه ځلې جدا او مخلتف ټولګي زده کړو لپاره په اوونۍ کې راوغواړي، د دغو زده کونکو شمېر چې د ابتدایه په نسبت زیات دی خو په مقابل کې یې په ښوونځي کې د ټولګیو او استادانو شمېر هم زیات دی چې د دغو ښوونځیو ادارې هم هغه زده کوونکي چې د زده کړو لپاره ښوونځيو ته راغواړي په هغو تشو ټولګیو کې چې رخصت کې ووېشي او د ټولو هغو لارښوونو چې د کورونا ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي عملي کړي او د فاصلې په ساتلو سره د استادانو له خوا ورته زده کړې ورکول شي.

درېم هغه ښوونځي دي چې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي لري دغه ښوونځي چې زیات یې درې وخته هم دي د درې ټولګیو زده کوونکي په اوونۍ کې دوه وارې ښوونځي ته د زده کړو لپاره راغوښتل کېږي چې د دغو درې ټولګیو زده کوونکي چې ښوونځي ته راغلي دي په ټولو پاتې نهو ټولګیو کې هم وېشل کېږي ترڅو هم هغه روغتیایي لارښوونې عملي شي چې د کورونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې مرسته کوي او هم زده کوونکي د پوهې د لوی نعمت څخه بې برخې نه وي پاتې شوي، منم په لومړۍ دوه اوونۍ کې چې د ادارو له خوا ورته نوي ډول تقسیم اوقاتونه جوړېږي یو لړ وړې ستونزې وي او همدا ډول به دغه کار د ښوونځيو ادارو ته یو څه ستونزمن هم وي ځکه دوي باید دا تقسیم اوقاتونه داسې ترتیب کړي چې له مخې یې باید هر مضمون تدریس شي.

که د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دغه تګلاره عملي کړي نو باور لرم چې په هېواد کې به د پوهې ډګر په مثبت لورې حرکت وکړي ټول زده کوونکي به د خپلو زده کړو سره نژدې پاتې شي او دوهمه خبره داده چې دغه تګلاره په هېواد کې هيڅ د کورونا ویروس په خپرېدو کوم اغېز نه لري او په ورته وخت کې د هېواد په اقتصادي برخه هم هيڅ کوم ډول منفي تاثیر نه لري ځکه د دغې تګلارې جوړېدل د ښوونځیو او پوهنتونونو د ادارو پورې مربوط دي چې کوم مالي بودېجې ته هم ضرورت نه لري ځکه د دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو ټول استادان او نور مامورین خپل معاشونه اخلي او په ورته وخت کې ټول خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه هم د زده کوونکو څخه په دې نوم چې مونږ استادانو او خپلو نورو کارمندانو ته معاشونه ورکوو له زده کوونکو او محصلینو فیسونه اخلي نوو پکار ده چې خپلو زدعه کوونکو ته د زده کړې زمینه سازي هم وکړي. 

دغه تګلاره مې ځکه له رسنیو سره شریکه کړه چې زمونږ ګران هېواد د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو له ډلې څخه دی چې داسې اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ م کال پورې به د کورونا ویروس واکسین زمونږ هېواد ته راورسېږي او مونږ د دې په هیله کېنو چې د نړۍ او زمونږ هېواد څخه به کورونا ویروس ختمېږي او بیا به مونږ خپل ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزو، مونږ به یوه داسې لویه تېروتنه کړي وي چې بیا به یې په هيڅ ډول جبران نه شو کړای ځکه که داسې فکر وکړو چې یو زده کوونکی د ښوونځي په ۱۲ کلنه دوره کې چې د لومړي ټولګي څخه تر ‍۱۲ ټولګي پورې ده درې کاله درس ونه وایي، آیا د هغو زده کوونکو په څېر وي چې ۱۲ کاله یې پوره خپل تعلیمي بهیر زده کړی وي؟ باور لرم جواب به مو حتمآ نه وي.

همدا ډول که د د لوړو زده کړو وخت چې ۴ کاله دی او یو محصل ۳ کاله پوهنتون څخه لرې پاتې شي د دې په نوم چې کورونا ویروس مو وژني او يواځې د خپلو زده کړو ۲۵٪ سلنه په پوهنتون کې درس ته حاضر شوی وي بیا نو څنګه کولی شو دا محصلین د پوهې له مخې د هغو محصلینو سره پرتله کړو چې ۴ کاله ( ۱۰۰٪ ) خپلو زده کړو ته حاضر شوي وي، د ښوونځیو پوهنتونونو بند بهیر به یواځې زمونږ د هېواد د پوهې په بهیر زهر ونه شیندي بلکې کله چې څوک په سالم ډول زده کړې ونه کړي هيڅ وخت دې ته حاضر کېدای نه شي چې سبا ورځ په یوه اداره کې په سمه توګه کار مخ ته یوسي ځکه هغه موده چې ځوانان او پېغلې په کار کولو ته چمتو کېږي هغوي یواځې ۲۵٪ زده کړې کړې وې هغوي بیا نه شي کولی خپلې ټولنې او هېواد ته په سمه توګه خدمت وکړي او بله دا چې هغه کسان چې ۱۰۰٪ زده کړې یې کړې دي د هغو سره پرتله کړو چې ۲۵ ٪ سلنه زده کړې یې کړي دي.
که چېرته دولت د زده کړې مرکزونه چې ښوونځي او پوهنتونونه دي بند ساتي په راتلونکې کې به د ټولو ناخوالو چې هېواد ورسره مخ کېږي پړه به یې د دولت په غاړه وي ځکه له یو لورې د هېواد تعلیمي سېستم ګوډ او مات دی که چېرې په دغه مات او ګوډ سېستم کې ۳ کاله رخصتي هم ملتیا وکړي لرې به نه وي چې هېواد به مو څو لسیزو وروسته ستون کړی وي.