خپل کاروبار او فردي وړتیا څنګه لوړه کړو

د کوچنیو کاروبارونو مالکان د خپل مدیریت پیاوړتیا لپاره بیلا-بیلې تګلارې ټاکي. د دوی لپاره په ورته وخت کې د وخت تنظیم او ښه مدیرت هم مهم دی. له وخت ځنې د سمې استفادې لپاره باید د وخت پلان په بشپړه توګه عملي کړو.
 
د ترلاسه کیدو وړ اهداف وټاکئ:
 که ناممکنه موخې وټاکئ – د نه ترلاسه کیدو په صورت کې خواشینې کیږئ. ځکه تاسې په دې صورت کې فکر کوئ چې د موخې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي یاست. دغه چاره ډيری وخت له کار څخه د زړه تور والي سبب ګرځي. که د ناممکنو اهدافو په ځای ممکن اهداف وټاکئ – ترلاسه کول یې ستاسې باور لوړوي او پر خپلې وړتیامو مو ډاډ نور هم پیاوړی کیږي.
 
ځان پیژندنه
په کوم کار یا وخت کې زیات موثره ثابت شوي یاست؟ معلومه کړئ چې تاسو په کوم وخت کې د زیات کار کولو توان لرئ له هغي وروسته پلان جوړ کړئ، او هره ورځ پکې د زیات کار کولو هڅه وکړئ. ځکه ځیني ورځې د کار لپاره ډېري ګټورې وي چې سړي پکې د ډېر کار کولو توان لري. باید له داسې موقع کار واخیستل شي.
 
پیل:
ډېری وختونه د یوې سترې پروژې پیل سخت ښکاري، ښای د لوې پروژې پیل مشکله ووسيJ د دې لپاره چې له دغي ستونزې ځان وژغورئ د اقدام مخکې ورته منظم پلان جوړ کړئ. هڅه وکړئ چې د پروژي د پیل ډار مو پلان اغیزمن نه کړي. د کار د اسانۍ لپاره کولی شئ چې یوه لویه پروژه په مختلفو برخو ووشئ. دغه چاره به مو د پیل ویره را ټیټه کړي.
 
معیار
هغه کارونه چې په جریان کې وي یو معیاري ورته و ټاکئ.د لویو  پروژو لپاره د معیار ټاکنه مهمه ده. او بیا له دغو معیارونو څخه په خپل پلان شوي وخت کې ګټه واخلي، که نیمګړتیا وینئ منظم یې کړئ.
 
د پلان جوړونې پرمهال هغه کوچنیو ننګونو ته هم فکر وکړئ چې د نه پیښدو په اړه یې ډاډه یاست، خو ممکین پیښ شې.
له بده مرغه، اکثره کوچنۍ ننګونې چې د پلان جوړونې پرمهال مو ورته پام شوي نه وي ښای د کار جریان د ځڼډ سره مخ کړي. نو د پلان په جوړونه کې د بشپړ دقت څخه کار واخلئ، او د هري پیښي د رامینځ ته کیدو اټکل وکړئ ترڅو د کار په جریان کې د ننګونو  را مینځ ته کیدو مخه ونیول شې. که بیا هم ورسره مخامخ کیږئ د ډار پرته یې د حل لاري چاري وګورئ. که د مناسب تنظیم توان یې لرئ ضرور نه ده چې چمتو شوي پلان کې تغیرات راولئ.
 
ارزونه
په منظم ډول دخپل کار جریان وارزوئ. که چیرته مو کار د وخت د تنظیم پرته پرمخ ځي او د وخت د ضایعه کیدو سبب کیږي، نو په اړه یې فکر وکړئ او یو نوي تګلاره ورته چمتو کړئ ترڅو کار په اسانۍ پرمخ لاړ شي او د اضافي وخت د مصرف مخه ونیول شي.
 
مکافات
په خپل سکیجول کې مو د ځان خوښ ساتلو لپاره ځای ورکړئ. د مشکل او دروند کار بشپړونې وروسته خپل ځان ته د تکړه شخص په څیر مکافات ورکړئ. که تاسو چیرته د یو څو مشخصو پروژو په بشپړولو د حوښئ احساس کوئ، کولی شې چې نورو درندو کارونو ته هم زړه ښه کړئ او د بشپړیدو توان یې وموممئ. په ساده اصطلاح خپل ځان مو خپله وهڅوئ، ځکه هڅونه مو پیاوړتیا زیاتوي.
 
یو لیست جوړ کړئ
ښای د لیست جوړونې سپارښتنه ستاسو لپاره احقمانه وي. ځکه ښکاره خبره ده چې دهغه څه په اړه تاسو بشپړ معلومات لرئ چې کار ورباندي کوئ... خو د لیست جوړونه له تاسو سره د دې مرسته کوي چې په کار تمرکز وکړئ. سربیره پردي، په لیست کې ټول هغه کارونه چې د بشپړوني لپاره تاسو له ځآن سره یاداشت کړي او د لیست د پلان مطابق یې ترسره کړي تاسو سره د مورال په لوړونه کې مرسته کوي، او د نورو کارونود ترسره کولو لپاره مو هڅوي.
 
د ځان تنظیمونه
له هغو شیانو کلکه ډډه وکړئ چې ساعت تیرئ ته مو هڅو وي. د بي ځایه شیانو په وړاندي مقاومت پیدا کړئ ، ځکه که تاسو د وخت ارزښت په پام کې ونه نیسئ روان کارونه مو د خڼډ او ځڼډ سره مخ کیږي. هغه ټول کارونه چې مو د بشپړونې لپاره په لیست کې لیکلي او د لیست مطابق ترسره شي ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي، او د دې ترڅنګه د خپل کار اندازه هم معلومولی شئ چې څومره کار مو کړ. د اړینو کارونو د بشپړونې وروسته به ډېر وخت ولرئ چې ساعت تیرئ وګړئ.
 
یوه دمه واخلئ
له یاده مه باسئ چې په منظم ډول د کار وروسته دمه واخلئ. په تازه هوا کې قدم وهلو ته لاړشئ، ځکه په تازه هوا کې قدم وهل مو روح ته سکون ورکوي، او د تازه کار لپاره انرژي درکوي، نو دمه اخیستل په ورځنې کار کې ډېره مهم ده ترڅو ذهن مو دې ته امده شي چې پاتي کار ته په اسانۍ سره ادامه ورکړئ.
 
په یاد ولرئ ځینې ورځې د کار لپاره ډېري ګټور وي، په دغه وخت کې د وخت مدیرت کول ستونزمنه ده خو که کوشش وکړئ او په سمه توګه یې استفاده کړئ نو د کار بشپړونه به مو لا چټکه او خوندوره شي. وخت سره زر دې او د سرو زرو قدر وکړئ.