د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن په دې هېواد کې د کرونا د دوهمې  څپې د مخنیوي په موخه سخت بندیزونه اعلان کړي

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د انګلستان لومړي وزیر بوریس  جانسن تازه په دې هېواد کې د کرونا وېروس د مخنیوي په موخه له نن وروسته بندیزونه اعلان کړل.

جانسن په دې هېواد کې وروستي بندیزونه داسې مهال اعلان کړي، چې د کرونا یو نوي ډول په اروپا کې ډېر خطرناک بلل شوی، لومړي وزیر جانسن او د انګلستان متخصصینو د کرونا دا دوهم ډول په سلو کې ۷۰ له لومړي پړاو ژر د انتقال وړ بللی شوی.

د کرونا دا ډول په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم لیدل شوی دی، چې په انګلستان کې دا ویروس په لومړي ځل د سپټمبر په نیمايي کې په جنوب ختیځ کې څرګند شو او اوس په لندن کې ډېر شوی دی.