د قطر استوګنیز ښارګوټي د رغولو قرار داد د الغرافې خیریه موسسې او افغانستان د یو شمېر ساختماني شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، ياد ښارګوټی چې په کابل ښار کې یو له مهمو ښارګوټو څخه شمیرل کیږي، د الغرافې خیریه موسسې د شاوخوا ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي.
یاد ښارګوټی د الغرافې خیریه موسسې له خوا دکابل ښار ۵ ناحیه کې په ۳۲ جریبه ځمکه د شاوخوا ۱۱۰ میلیون امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي. 

د تفصیلي پلان پر اساس، په دې ښارګوټي کې اته ۱۲ پوړیزه استوګنیز بلاکونه، درې ۷ پوړیزه تجارتي بلاکونه، یو جومات، دو ښوونځي، یو دارالایتام او دوه ۵ پوړیزه تجارتي مرکزونه په پام کې نیول شوي چې په تطبیق سره به یې اړمنو کسانو ته د ښې استوګنې زمینه برابره شي.

د غونډې په ترڅ کې د الغرافې خیریه موسسې اجراییوي رئیس محترم شاهد جواد الله رخا د ځمکې د انتقال او د ښارګوټي تفصیلي پلانون د جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بېدریغه همکارۍ مننه وکړه او د یادې پروژې د ښه تطبیق په پار ژمنه وکړه. 

ددې پروژې  د لاسلیک پرمهال د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محمود کرزي د قطر استوګنیز ښارګوټي جوړېدل د جمهور رئیس له ژمنو څخه یاد کړ او د دې مهمې پروژې د تطبیق په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.