د خوست د ملي امنیت ریاست منسوبین د حقاني شبکې د ۷ کسیزه ګروپ د نیول کیدو خبر ورکوي

روهي (نۍ/۲۹ د لیندۍ)، د خوست ولایت امنیتي منسوبین وایي؛ د تیرو لسو ورځو په اوږدو کې یې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بیلا بیلو عملیاتو په نتیجه کې د حقاني شبکې ۷ مهم غړي چې له ډلې يې یوه میرمن ده نیولي.


د خوست د ملي امنیت د اپراتوپي معاون محمد شریف روهي ته خپلو خبرو کې وویل؛ چې د حقاني شبکې یاد غړي یې په ښارونو او لویو لارو کې د هدفي وژنو په تور نیولي او ډلیزو بریدونو په تور نیولي.


نومړي زیاته کړه؛ چې د نیول شوو کسانو سره یو ځای ۶ میله کلاشنکوف، ۲ حلقې لاسي بمونه، ۴ میله بیلا بیل ډوله تفګنچې، د شپنیو عملایاتو لپاره کاریدونکی یو میل سنایپر، ۱ عراده سراچه ډوله موټر، ۳ عراده موټرسایکل او ورته نور محاربوي وسایل لاسته ورغلي<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201219_121409_080.sdoc-->