باثباته افغانستان او د سیمې هېوادونو لید

دا ښکاره ده چې د افغانستان ګاونډيو او د سیمې هېوادونو د افغانستان څلويښت کلنه جګړه کې لاسوهنې درلودلې او په بیلابیل ډول یې د افغانستان جګړې ته لمن وهلې او د دوام لپاره امکانات برابر کړي دي.

دې دومره موده کې افغانستان له ډيرو پرمختګونو راګرځیدلی، خو دا تاوان یواځې افغانستان نه دی کړی، بلکې ګاونډيو او د سیمې هېوادونو هم د افغانستان له جګړې غیرې مستقیم زیان لیدلی.

دا زیان داسې چې اوس ګاونډيو او د سیمې هېوادونو درک کړی، ځکه سیمه ییزې او نړیوالې پروژې چې د افغانستان له لارې تیریږي، ټولې یې له تطبیق پاتې دي او تر څوک چې ثبات نه وي، راغلی، دا پروژې د تطبیق وړ نه دي.

چین په افغانستان کې د یو کمربند یوې لارې پروژه لري چې د افغانستان له لارې له اروپا سره د ځمکې له لارې وصل کیدلی شي، که چیرې افغانستان کې سوله را نه شي او جګړه ورکه نه شي، دا پروژه تراوسه یو خیال دی، خو که چین د افغانستان په ثبات کې همکاري وکړي، دا پروژه په حقیقت بدلیږي.

پاکستان په افغانستان کې د کاسا زر پروژه لري چې له مرکزي اسیا څخه برښنا د پاکستان بیلابیلو ښارونو ته ولیږدول شي، پاکستان به د جګړې له درکه ګټه کړي وي، یا به یې نور هم په پام کې لري، خو دا پروژې چې له تطبیق پاتې دي، پاکستان پکې د جګړې له ګټې تاوان زیات کړی دی، که جګړه پای ته ورسیږي، پاکستان کولی شي له افغانستان د وصل د نقطې په توګه ګټه واخلي.

د پاکستان لپاره د افغانستان ثبات له دې اړخه هم مهم دی، چې افغانستان کې ترهګري ختمه شي، د افغانستان ثبات، پرمختګ او کاروبار پر پاکستان هم اغیز لري او کولی شي چې پاکستان کې هم ډاډ رامنځ ته کړي.

هند او مرکزي اسیا هېوادونو ته هم مهمه ده، مرکزي اسیا انرژي لري او پلور ته یې ضرورت لري، جنوبي اسیا بیا انرژي نه لري او پير ته ضرورت لري، نو که افغانستان کې امن وي، د وصل نقطه ده او د ټولو هېوادونو مشترکې ګټې په کې رامنځ ته کیدلی شي.

دغه راز ایران خو اوس مهال له افغانستان سره د ستراتيژیکو اړیکو په یو سند باندې کار کوي چې هر څه ژر نهایي شي، ایران په ډيرو برخو کې افغانستان ته ضرورت لري او د امریکا له هغو بندیزونو مستثنی دی چې نړۍ کې پرې لګول شوي دي.

که د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونو حکومتونه د افغانستان د ثبات د ګټو درک نه لري، نو لږ تر لږه باید عوام پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د افغانستان په سولې پروسه