
د جغتو مدني او کلتوري بهیر په ډیرې خوښۍ سره د (جغتو مهالنۍ) د اوومې ګڼې د چاپ اعلان کوي چې د وردګو او میدان د ولایت او نورو هیوادوالو لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په درلودلو سره د ۱۳۸۶ کال د مرغومې د میاشتې په ۴ نیټه تازه له چاپه راووته. په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې: ژمی د زده کوونکو لپاره طلایي فرصت (سرلیکنه)، ځوانیمرګ ښایست، قرباني د اسلامي امت روح را ژوندی کوي، روغ غاښونه د روغتیا ضامن، د وردګو په هکله څیړنه، د غلام صدیق مخترع وردګ ژوند لیک او اکتشافات، د جغتو د ولسوالۍ په هکله په ویب پاڼو کې د خپاره شوي مطلب په اړه زموږ غبرګون ، د هیواد په مینه کې ستۍ شوي شخصیتونه، حلم او زغم، د سباوون ستوری، د وردګو د چارواکو د پام وړ مطلب، شعرونه او نور ګڼ مطالب تشکیلوي. د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو زړه سواندو شخصیتونو، لیکوالو، روڼ آندو او خواخوږو څخه په ډیره درناوۍ هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو، تعمیري نیوکو، رغنده وړاندیزونو او هر اړخیزو مرستو په کولو سره په دې لاره کې زموږ مټې لا غښتلې کړي. جغتو د هیواد په مرکز او ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی او هغه څوک چې انټرنیټ ته لاس رسي لري د جغتو د بریښناپاڼې له لارې یې لوستلی شي تاسو ټول یې لوستلو ته رابولو. مینه او مننه د جغتو مدني او کلتوري بهیر بریښنا لیک: gaghatumagazine@gamil.com بریښنا پاڼه: www.benawa.com/rasanay/jaghato د تماس شمیرې: 0093799301833 0093707411946 0093799448195