
روهي (څلور نۍ/ ۲۶ د لیندۍ)، د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د بهي حاصلات ۱۴ سلنه زیات شوي دي.
دهرات د کرنې ریاست وایي، چې سږکال ددې ولایت د بهي له ونو څخه دوه زره او ۳۴۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.
د کرنې وزارت د احصایي شمېرې ښیي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې، د هرات په ولایت کې نږدې دوه زره او ۳۸ مټریک ټنه بهي راټول شوي دي.
د اوبې او چشت شریف ولسوالۍ په هرات ولایت کې د بهي اصلي تولیدوونکي سیمې دي.
د هرات په سیمه ییزو بازارونو کې یوه کیلو بهي په منځنۍ ډول په ۵۰ افغانیو خرڅیږ، په ځانګړي خوند او کیفیت مشهور دي.