کورنیو چارو وزارت: کابل کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي (څلور نۍ/ د لیندۍ)، د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، څلورمې، شپږمې، اتمې، دیارلسمې، اولسمې، اتلسمې  او یوویشتمې ناحیو او همدارنګه بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، پر پولیسو د بریدونو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال، غصب، شکونې، دوکې او ژوبلې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.