ملګري ملتونه: د کرونا وېروس، جنګ او موسمي بدلونونو له امله افغانستان زیاتې بشري مرستې ته اړتیا لري

روهي (درې نۍ/ ۲۵ د لیندۍ)، د ملګرو ملتونو د بشري برخې ویاند ینس لېیرک  وايي، چې په راتلونکي کال کې د ۱۶ میلیونه افغانانو د مرستې لپاره ملګري ملتونه یو اشاریه درې بیلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

د ینس په خبره، چې د تېر کال په پرتله راتلونکی کال مرستې ته د اړتیا لرونکو کسانو شمېر دوه چنده شوی دی، چې تر ټولو لوی علت یې  د کرونا وبا ده، د نوموړي په وینا چې سږ کال د ژمي په موسم کې خلکو سره د مرستې لپاره ملګري ملتونه ۷۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

افغانان تمه لري، چې په هېواد کې روانه ۴۰ کلنه جګړه به د خبرو له لارې پای  ته ورسیږي، خو د جګړو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند وايي، افغانستان د موسمي بدلون بدو اغېزو او خدايي افتونو د خطر سره هم مخامخ دی.