د اسلام  مبارک دین له نظره د ځان وژنې حکم

اسلام مبارک دین چي یو کامل او بشپړ دین دی او دژوند ټولو برخو ته شامل دی په دي اړه ۱۴۰۰ کاله مخکې څرګنده کړي ده چې یو مسلمان باید مستحکم، با اراده او د مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کوونکی وي.

 الله (ج) په خپل مبارک کتاب کې فرمایې ژباړه: (تاسو خپل ځانونه په خپلو لاسونو د هلاکت طرف ته مه غورځوئ).

نو څرنګه چي دا  لوی جهان الله (ج) پیداکړی دی او انسان هم د الله ج خلقت دی، نو په هیڅ صورت انسان بغیر دالله ج له اجازې څخه د خپل واک څښتن نه ده او نه شي کولای چي خپل ژوند چي یو الهي پیرزوینه ده په خپله له خپل ځان څخه واخلي.

همدارنګه یو حدیث مبارک ده چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: هغه چا چي خپل ځان په اوسپنه قتل کړ (لکه ټوپک، توپانچه، چاړه، چاقو، توره او داسي نور…) نو په په دوزخ کي به تل تر تله هماغه اوسپنه په بدن ننباسي او راباسي او چا چي په دنیا کي په زهرو ځان قتل کړ نو په دوزخ کي به ئې زهر په لاس کي وي او تل تر تله به ئې څښي او چا چي په دنیا ځان له غره څخه راواچوه نو په دوزخ کي به تل تر تله لویږي.

همدا رنګه په یو بل حدیث کي جندب بن عبدالله رضي الله عنه روایت کوي ؛ چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل:
په مخکنیو خلکو كې په یوه کس دانه را وخته. کله چې هغه د دغې دانې نه ډېر په تکلیف شو، نو هغه د خپلو غشو د کڅوړې نه یو غشی را وویست او هغه دانه يې پرې څیری کړه او هغه د وینې د نه بندېدو له امله مړ شو. رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: الله عزوجل وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړ.

نو دا چي ثابته شوه چي په اسلام مبارک دین کي ځان وژنه په کلکه منع او یو ناروا عمل دی نو په کار ده چي موږ او تاسې هم باید د اسلام په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړو؛ ځکه ژوند یوازې زموږ حق نه دی چې هر وخت وغواړو له ځانه یې واخلو، بلکې د ډېرو نورو حق هم راسره دی، په دې هیله چې دغه حق نه له ځانه او نه له نورو واخلو، او په دې امید ژوند ته دوام ورکړو چې که دا دنیا مو له مشکلاتو ډکه ده، هغه دنیا او ابدي ژوند ولې خراب کړو.