د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغان جګړې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی پریکړه لیک ستایلی


روهي (یوه نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د افغان جګړې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی پریکړه لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه‌ لیک ستاینه کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا د افغان جګړې په اړه په وروستي تصویب شوې پریکړه لیک کې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي روان وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو باندې ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا د افغان جګړې د ختمولو په برخه کې د نړیوالو لخوا پوره ملاتړ بللی، په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له قواله راغلې چې: "دا پرېکړه‌ لیک د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي او شدت په اړه د افغانستان او ملګرو هېوادونو اندېښنې منعکسوي."

په افغانستان کې د روانې جګړې د دریدو په اړه د ملګرو ملتونو سربېره د نړۍ ګڼو هېوادونو د جنګ له ښکېلو اړخونو د اوربند او جګړو د بس کیدو غوښټنه کړې خو لا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی رامنځته شوی او د سولې خبرو له روان بهیر سره هممهاله په هېواد کې تاوتریخوالی دوام لري.