روهي (یوه نۍ/ ۲۳ د لیندۍ)، د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر ابوبکر حقیار وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ ډېر شوي دي.
حقیار وایي، چې د پکتیکا د جلغوزیو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه، د جلغوزیو د ځنګلونو بیارغول، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، قومي تړونونه او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له خوا خلکو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه په لاره اچول دي. ددې ترڅنګ په دې ولایت کې د ځنګلوالۍ ۲۷ ټولنې جوړول او د جلغوزیو د غوټو شکولو ۶۲۰ بیاتي ګانې پر خلکو وېشل نور هغه څه دې چې په دې برخه کې دپکتیکا د کرنې ریاست له خوا تر سره شوي دي.
د نوموړي په خبره، چې د دې ولایت د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هم په دې وروستیو کې هڅې کړندي شوي دي. چې د پکتیکا د کرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال ددې ولایت پر قوریه لرونکو د جلغوزیو ۸۵۰ کیلوګرامه تخمونه او اړونده اړین توکې ووېشي، چې ورسره به ددې ولایت د جلغوزیو سیمې لا پراخې او د جلغوزیو د ځنګلونو ښه ساتنه به ووشي.
د پکتیکا د جلغوزیو کاروباریان هم وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوټې نیولي دي، چې ورسره ددې ولایت د جلغوزیو سږني حاصلات د نور کلونو په پرته د پام وړ ډېر شوي دي. خو د دوی اندېښنه داده، چې سږکال یې بیې ټیټې شوي دي. د دوی په خبره چین او ګاونډویو هېوادونو ته د جلغوزیو د صادراتو پر وړاندې خنډونه ددې لامل شوي، چې د تېرکال په پرتله د جلغوزیو بیه ټیټه شي.
د افغانستان جلغوزې چې په نړیوالو بازارونو کې په ‹توره طلا› هم شهرت لري، چین، هند او پاکستان یې تر نورو ستر مشتریان دي.
د جلغوزیو نیالګي په خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان کې لګول کېږي، چې ډېره برخه د هېواد له سوېل ختیځو ولایتونو را ټولېږي.
وروستي