څرخي پُل او بګرام زندانونو کې د بنديانو وضعيت 

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، د ولسي جرګې د کورني او ملي امنيت کمېسيون په څرخي پُل او بګرام زندانونو کې د بنديانو وضعيت کتلی او په يادو زندانو کې یې ډېرو ستونزو او مشکلاتو ويلي. 

د پلټنې د دغه پلاي مشري فدامحمد الفت صالح په غاړه درلود؛ عبدالقیوم خیرخواه، توفیق وحدت او عبدالروف شپوڼ یې غړي دي. د ولسي جرګې د هيت په دغه راپور کې لېکل شوي دي چې په څرخي پُل او بګرام زندانونو کې انساني کرامت او بشري حقونه تر پښو لاندې کيږي. 

د ولسي جرګې پلاوي له څرخي پُل زندانه په خپل راپور کې ويلي‌ دي چې ياد زندان د ۴۵۰۰ بنديانو د ځاېدو وړتيا لري خو اوس مهال ۶۷۷۳ کسان تنه په کې بنديان دي. څرخي پُل زندان کې ۶۶۰ طالبان، ۵۲۳ تنه په اعدام محکوم، ۵۳۸ تنه پوځيان او پاتې نور یې د بېلا بېلو جرمونو پر بنسټ زنداني شوي‌ دي. د دغه زندان د ښځو په برخه کې ۳۲۷ تنه بنديانې دي. 

د ولسي جرګې د ټاکل شوي پلاوي مشر فدامحمد الفت صالح د ولسي جرګې عمومي ناستې ته د راپور د وړاندې کولو پر مهال ويلي، چې څرخي پُل زندان کې دننه نشه يي توکي خرڅيږي چې زندانيان یې روږدي‌ کړي ‌دي او د درملنې لپاره یې هم څه نه دي شوي. 

صالح ويلي دي چې د څرخي پُل او بګرام زندانونو کې د ناروغانو او ستر عمر لرونکو کسانو په اړه پاملرنه نه کيږي او همدا ډول يو شمېر هغه زندانيان چې جرمونه یې کوچني او بايد خپلو ولايتونو کې د بند موده تېره کړي، ولايتونو ته نه دي لېږل شوي. د ولسي جرګې د پلاوي د راپور په بلې برخې کې ويل شوي دي، چې ځيني بنديانو د بند ۱۸ بيا تر ۱۹ کاله موده تېره کړې ده خو تر اوسه یې برخليک ناڅرګند دی؛ د نامالوم برخليک له امله يو شمېر زنديانو ځان وژنې کړې او ځيني یې په رواني ناروغيو اخته شوي دي. 

بګرام زندان کې د بنديانو د کورنيو غړو ته د ملاقات اجازه نه ورکول او همدا ډول څرخي پُل زندان کې د نامناسبې ډوډۍ ورکړه؛ يوه بله ستونزه ده چې تر اوسه ورته لاس رسی نه دی شوی. 

په ورته وخت کې د زندانونو د تنظيم اداره ستونزې مني خو زياتوي چې په يو وخت کې ټولو ستونزو ته لاس رسی پيدا کول شونتيا نه لري خو ټېنګار یې کړی چې د زندانونو د تنظیم اداره د همدغه ستونزو د حل په پار جوړه شوې ده. 

د یادې ادارې وياند ويلي دي، چې دوی د زندانونو اقتصادي طرحه تر کار لاندې نېولې ده چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان زندانونه د مصرفي زندانونو پر ځای، ځاني اقتصادي بسيا ولري.