پغمان ولسوالي: د ځمکې پر سر یې شخړه کړې؛ دوه وروڼو خپل بل ورور ووژلو 

روهي (څلورنۍ/۱۹ د لېندۍ)، د کابل پوليس تائيدوي چې تېره شپه د دغه ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د خپلو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر سره شخړه کړې او يو کس په کې وژل شوی دی. 

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز رسنيو ته ويلي دي چې پېښه د پغمان ولسوالۍ په کاريزک سيمه کې شوې ده چې يو کس په کې وژل شوی دی. 

د نوموړي د مالوماتو پر بنسټ د وژل شوي کس دوه نور وروڼه د پوليسو له خوا نېول شوي دي. 

د هېواد په ځينو سيمو کې د ځمکو او شتو پر سر د کورينو د غړو ترمنځ دعوې کيږي، چې ځينې یې مرګونې پايلې ورکوي.