دقیامت نښي، نښاني!

دقیامت ورځ راتلونکې ده خو دا چي کله به راځې یقیني او دقیق علم یې  له الله جل جلاله پرته بل هیڅ چاته نشته، په دي اړه الله جل جلاله د قران کریم داحزاب سورت ۶۳ ایت کي فرمایلې دي:
ژباړه : خلک له تا نه دقیامت په اړه پوښتنه کوي، ووایه دهغه علم یوازې له الله سره ده، او ته څه پوهېږې کیدای شي چې قیامت ډېر نژدې وي.

دا چي د قیامت دورځي راتلل پرته له لوی الله ج څخه هیچا ته هم نه دي معلوم خو بیا هم حضرت محمدصلي الله عليه وسلم  ځینې داسې نښي نښانې بیان کړي چي موږ ته دقیامت نیږدېوالی راښیي، دلته یې ځیني بیانوو:
د قيامت نښې ټوله کي په دوه برخو ویشل شوي چي عبارت دي له1. دقیامت وړې نښې

2. دقیامت لویې نښې.
د قيامت وړې نښې بیا په درې ډوله دي:
۱-دقیامت هغه وړې نښې چې منځ ته راغلي دي لکه دمحمدصلى الله عليه وسلم استازیتوب او وفات، دسپوږمۍ ماتيدنه (چې محمدصلى الله عليه وسلم له معجزو څخه یوه معجزه وه) دبیت المقدس فتحه، په حجاز کې د اور ښکاره کېدنه.

۲-دقیامت هغه وړې نښې چې څرګندې شوي دي او لا هم څرګندیږي : دفتنو څرګندېدل، دنبوت درواغجن دعوا کوونکي پیداکېدل، شرعي علم پورته کول، جهالت خپرېدل، دپولیسو او دظالمانو لاسپوسي زیاتېدل، دسیل او سرود حلال ګڼل او الات یې زیاتېدل، دشرابو څښل زیاتېدل او حلال یې ګڼل، زنا زیاتېدل، پښي لوڅي، بربنډ او چوپان خلک به په دنګو ماڼیو جوړولو کې یو بل سره سیالي کوي، جوماتونه سنګارول، وژنه زیاتېدل، وخت لنډیدل،کار نااهلو ته سپارل، دبدو خلکو درناوۍ او دښو خلکو سپکاوی، دبازارونه سره نژدې کېدل، په امت کې شرک څرګندېدل، حرص او درواغ زیاتېدل، مال زیاتېدل، او تجارت خپرېدل، زلزلې زیاتېدل، امانتداره خیانت کوونکی ګڼل او خیانت کوونکی امانتداره ګڼل، بد او رد زیاتېدل، خپلوي نه پالل، ګاونډیانو سره ناوړه چلندکول، پټې او لوڅې ښځې څرګندېدل، ناحقه شاهدي زیاتېدل، یودمي مړینې زیاتېدل، دحلالې روزي ګټلو هڅه نه کول، درومیانو او مسلمانانو ترمنځ تړون او درومیانو له تړون څخه سرغړاوی.

۳-دقیامت هغه نښې چې ځیني یي  منځ ته راغلي او نوري یي لا د را منځ ته کیدو په حال کي دي ځکه چې په اړه یې محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته خبر راکړی دی.

دفرات سیند کې به دسرو زرو غر څرګند شي، اوسنی استانبول (قسطنطیة) به پرته له وسلې فتح شي، ترکانو سره جګړه، یهودانو سره جنګ او دمسلمانانو په کې بریالیتوب، قحطان نومي سېمې څخه به یو تن څرګند شي چې خلک به یې حکم مني، دنارینه وو کمښت او دښځو زیاتوالی ان تردې چې یو تن به دپنځوسو ښځو واکداره وي، مدینه به بد خلک لرې وغورځوي، له هغه وروسته به مدینه ړنګه شي، دحبشې یو تن به کعبه ړنګه کړي او بیا به ترقیامته ونه رغول شي او دا به داخرې زمانې وروستی شېبې وي.

دقیامت غټي نښې:
دقیامت غټي نښي نښاني نبي کریم صلي الله علیه وسلم 
په یوه حدیث شریف کي بیان کړي دي چي ژباړه یې په لاندي ډول ده "حذیفه بن اسید وایي چې محمدصلى الله عليه وسلم موږ ته په داسې حال کې راغی چې موږ دقیامت یادونه کوله، ویې ویل دڅه په اړه بحث کوي، موږ ورته وویل چې دقیامت په اړه، هغه وفرمایل ترهغه به قیامت رانشي څو چې لس نښې ونه وینئ، لوګی، دجال، څاروی، له لویدیځ څخه دلمرختل، دمریم زوی عیسی راکوځېدل، دیاجوجو او ماجوجو وتل، درې ځمکه ننوتنې، لومړی په ختیځ کې ، دهمه په لویدیځ کې، او درېمه عرب ټاپووزمه کې، او ددوی په پای کې به اور وځي چې خلک به خپل دحشر ځای (شام) ته بیایي."

دا ټولې دقیامت هغه نښې دي چې په سهي احادیثو کې یې یادونه شوې ده او له دوی څخه یې ځینې منځ ته راغلې دي، ځینې نورې په جریان کې دي او نورې به ژر منځ ته راشي.