
په دې وروستيو كې د ((ټوكو ګوډى)) تر عنوان لاندې نوى كتاب ،چې د ښاغلي ګل شريف ټاكنه ،ټولونه، ژباړه او تنظيم دى ،دخوست د فرهنګيانو خپلواكې ټولنې په زيار تازه له چاپه راووت. د ټوكو دا ټولګه چې په ښكلې قطع او صحافت خپور شوى ،د پښتۍ لومړى مخ يې په زړه پوري كاريكاتور او ورستى يې د مؤلف او ګلالي همت جان په عكس ،چې همدا ګوډى يې په شا دى ،ښكلى كړل شوى دى. دا په زړه پورې اثر د نيږدې پنځه سوه نړيوالو او افغاني ټوكو _ ټكالو غونډ دى ،چې ښاغلي ګل شريف د يو شمېر بهرنيو اثارو غوره كړي ، ژباړلي اوپاتې نوريې په خپل ځاى اومورد كې افغاني ورسره يو ځاى كړي دي. دا ټولګه د فرهنÚ
�يانو خپلواكې ټولنې مشر ، اديب ،تكړه ليكوال او وتلي شاعر بسم الله حقمل په تقريظ پيل شوې ، ورپسې د ليكوال سريزه راغلې ،چې دې كار ته د چمتو كوونكي د هڅېدنې لاملونه ، د ټولګې ټولنيزې اړتيا او موخې ته ځانګړى شوى ده . د يادولو وړ ده ،چې په اسانۍ سره د لوستلو په موخه ټولګه په بېلو _ بېلو برخو او فصلونو وېشل شوې ،چې لوستونكي كولاى شي د علاقې وړ ټوكه له ځنډه پرته پيدا كاندي . په لومړي فصل كې د قلم خاوندان دې ټكې ته متوجه شوي ، چې پام مو اوسي، دا چې هر وخت مو د نيوكې ګوته نورو ته نيولې وي، تاسو ته هم په خپلوكړو وړو كې ډېرې تشې لرئ. ولس ستاسو چلندونه څاري او قضاوØ
ª كوي . په دويم فصل كې ډاكټران او طØ!
�ي كا
ركوونكي، چې د انسانانو د برخليك سره سر وكار لري ،خپلو بې پرواييو او كله هم نامسؤولانه چلندونو ته متوجه شوي دي . همدا شان ښوونكي او ذده كوونكي هم له ياده نه دي ايستل شوي، په دې ډګر كې په موجودو تشو يې خندلي او د اصطلاح په مقصد يې په خپلو كړو وړو كې نوو چلندونو ته رابللي دي . په بل فصل كې محكمو ، قاضيانو ، غلو او بډو اخېستونكو ته شاره شوې او په دې عرصه كې د بوختو كسانو او ددوى له چلندونو پرده پورته شوې ده . په نېشې او نېشه يانو يې چې خورا منفي ټولنيزه پديده ده او د اسلام مبين دين خلاف عمل دى خندلي او د هغې دنياوي او اخروي زيانونه په ګوته شوي دي . له دې نه عل
اوه د ګډ ژوند ،مور ،پلار او اولادونو په فصلونو كې ټولو هغو ستونزو او لانجو ته اشاره شوې ،چې د كورنيو د غړو تر منځ رامنځ ته كيږي او د كورنۍ موجوديت د پوښتنې سره مخامخ كوي . دنصرالدين په فصل كې د ا چې نومړى څوك ، دكوم ځاى ،چاته منسوب او په كومه پېړۍ كې يې ژوند كړى او دده د هغو ټوكو يادونه شوې ،چې په پخوا يې موږ ورسره اشنايي نه درلوده . سربېره پردې كتاب نور فصلونه لكه اتلان زېږيږي نه ، بلكه ګرزي ، پوليس د ټولنې خدمتګار !!!
په لنډه توګه د هر څه په باب ..........لري . د هر فصل په پيل كې ځينې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي او په دې عرصه كې دبوختو كسانو له عملونو پرده پورته شوې ده. په ورستۍ برخه كې دكتاب دچمتو كولو دموخو په باب يادونه شوې ده.
پرته له دې لكه چې وايي هر كتاب په يو ځل لوستلو ارزي ،دغه راز ددې ټولګې لوستل نه يوازې په زړه پورې مالومات لري ،بلكې دهرچا دعلاقې وړ ټوكې ،ټكالې هم لري ،چې لوستونكي به په ورځو، اونيو خوښ او خندان وساتي اودمالوماتو پانګه به يې بډايه كړي .
داكتاب كولى شي ،دخوست ښار دغرغښت كتابتون څخه په لاس راوړي .
مينه وال دې بيړه وكړي ،ځكه دكتابتونو شمېر هغومره زيات نه دى .
په درنښت