فرهنګي کودونه

  ټولنیز ـ فرهنګي ارزښتونه د یوې ټولنې په محدوده کې پالل، ساتل او وژل کیږي.
شی هغه وخت ارزښت مومي چې د بشر د ژوندانه په تاریخ کې د یوې اړینې پدیدې په توګه څرک ووهي او انسان مننونکی وي.

هغه افغانان چې د هېواد له ټاکلو کرښو بیرون اوسیږي هلته د بیرونیو فرهنګي چلندونو سره په تعامل کې ژوند روان ساتي که انحراف ښکاره کړي ممکن انساني چلندونه او د ژوند د ډول سره په تقابل کې واقع شي؛ همدا دلیل دی چې ډېرو فرهنګپالو کسانو هم ورته ورمېږونه کاږه کړي او د بدیلې لارې د پیدا کولو په هڅه کې دي.

پدې راوروسته کلونو کې تر دې دمه، بیرون مېشته افغانانو د افغاني فرهنګ پاللو هڅې ډېرې خوندورې روانې کړې دي له دوی سره د ژوندي هویت یوه غښتلې روحیه ده چې دا روحیه هر کډوال باید په پام کې وساتي او عملي یې کړي.

په نړۍ کې انسان په جغرافیه کې پر مسلط فرهنګ او ټولنیزو تاریخي ارزښتونو باندې پېژندل کیږي او د هغه هېواد وګړي د ده سره د ده د شخصیت او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ چلند او اړیکې ساتي.

د افغانانو د خوړو او د کالیو د اغوستلو ډولونه، د ودونو دودونه، ډول ډول وچو او تازه مېوو عامښت، د هنرونو او فنونو اړول بېلابېلو ژبو ته...او ټول هغه افغاني فرهنګي ارزښتونه دي چې په اروپا سربېره په امریکا کې یې هم پر امریکایي فرهنګ اغېزه کړې او ګڼ شمېر امریکایان د افغانانو د ژوند د ډول د عملي کولو او پاللو هڅه کوي.

طبیعي ده چې بیرون مېشت افغانان به د بیرون فرهنګ تر اغېزې لاندې راځي، ځکه د هغه ټولنې د وګړو تاریخي او فرهنګي ارزښتونه هلته مسلط دي، د بغاوت پر مهال انسان له ټولنیزې دایرې وباسي، د ژوند محدودیتونه یې په تنګ راولي او انسان د حاشیې په لور هڅوي.

د هویت د عامښت او منلو لپاره د سیاسي فرهنګي کودونو فعال ساتل او د هنرمند فکر پراختیا، د دې لامل کیږي چې تا او تاته منسوب ویاړونه ترویج او ومنل شي.

ارزښت د اړتیا پر بنسټ بڼه پیدا کوي او د لاسته راوړلو او ساتلو فکر انسان ته ورکوي.
اهغه څه چې انسان ته هوساینه، فکري او جسمي رغښت او ښکلا وبښي، انسان یې د پیدا کولو او عملي کولو په لټه کې کیږي؛ ځکه په اړتیا بدلیږي او انسان د اړتیا پر مهال د لاسته راوړنې پر لور ګام اخلي. د هرې فرهنګي اړتیا د پوره کولو لپاره لومړنۍ کلۍ ژبه ده او په ژبه کې د شته تخلیق او تحقیق شیندل دي.

ژبه؛ په ژبه کې شته علوم، فنون او هنرونه د یوې ټولنې ټول هغه ویاړونه وړاندې کوي چې وګړيو ته"ژبویونکو" ته سره کرښه بریښي. دا ثابت ده چې ژبه د فرهنګو ترمنځ د وصل کړۍ ده او ژباړه د دې حلقې په پیاوړتیا کې بنسټیزه دنده لري. موږ کولای شو چې خپله فرهنګ پېژندنه نورو ټولنو ته د دودیزو ـ عرفي کړنو سره سره د علومو او هنرونو پر مټ په انځوریزه بڼه وړاندې کړو.