له سترګو پټ کدرونه 

دکتور خالد احمد کاکرړ د عبدالرازق کاکړ زوی دی چې په ۱۳۶۱ل کال کې فارياب ولايت کې په یوې درنې او روښان فکره کورنۍ کې زږېدلی دی. نوموړي د ښوونځي، ليسانس او ماسټرې دورې زده کړې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې او د دکتورا زده کړې یې د امريکا متحدو ايالتو په برچم پوهنتون کې په نړيوالو اړيکو کې کړې دي. 

نوموړي افغانستان کې د خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونو د جوړښت له لومړيو او بنسټګرو کسانو شمېرل کيږي. ښاغلی کاکړ له تېرو ۱۲ کالونو راهيسې کابل کې د رڼا، افغان،  خانه نور ، کاروان او هیواد پوهنتونونو د رئيس په توګه پاتې شوی دی. د نوموړي د هلو  ـ ځلو پر بنسټ يادو او ورته نورو پوهنتونونو د هېواد د لوړو زده کړو وزارت څخه ښې درجې تر لاسه کړې دي. 

نوموړي په لسګونه علمي سېمنارونو او څړنيزو ورکشاپونو کې برخه اخېستي او د افغانستان د بهرني سياست په اړه لسګونه علمي او شننه ييزې مقالې لېکلي دي. نوموړي د نورو لاس ته راوړنو ترڅنګ، د اسلام اباد پوهنتون څخه د Magna cum laude په نوم مډال هم اخېستی دی. ښاغلی کاکړ د نورو وړتيا او ځانګړنو ترڅنګ، د ملي ژبو يانې پښتو او دري وراېخوا په عربي، انګليسي او اردو ژبو هم بشپړه وړتيا لري. 

دلته د يادونې بولم، چې حکومت د لپاره غوره ده چې بايد په لوړو دولتي څوکيو کې د پټو خو باارزښته او علمي څېرو څخه ګټه واخلي او په لوړو ځايونو یې وټاکي.