کابل ته

  
 
 
 
درنه لوګى شم ، ګرانه كابله
زموږ د نجونو ، د پېكي ګله
وجود مې سوزي، زړه مې رپېږي
چې درته سركړم د غم بدله
* *** *
ماتم څڅېږي، ستا له څيرې نه
خندا دې څه شوه، سرور دې څه شو
مستي دې څه شوه، هستي دې څه شوه
غېرت دې چېرته، غرور دې چیرته
ماښام ماښام يې، سهار دې نه شته
په ژمي پروت يې، بهار دې نه شته
لمر دپرېوتى، سپوږمۍ دې تللې
د رڼو ستورو، سينګار دې نه شته
* * *
د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره
ښكلي دې لاړل، ګلان دې وسول
فضا دې ډكه له شنو دودونو
ونې دې وسوې، مرغان دې وسول
* * *
په سپينه ږيره دې اوښكې څاڅي
له زخمي زړه دې وينې بهېږي
په شنه لمن دې غاټول د وينو
رازرغونېږي او راغوړېږي
* * *
په سر دروې، سكروټې ووري
په لاله زار دې، خزان پرېوتى
ونې لغړې، ګلونه مړاوي
په شنو باغو دې توفان پرېوتلى
* * *
د لمر په بام دې، اخېړ د ورېځو
شينكی اسمان دې پټ په دودونو
غېږه دې ډكه له شهيدانو
خلك دې ستړي له ماتمونو
* * *
خندا دې چور كړه، وحشي بادونه
غرور دې مات كه، بې غيرتا نو
هستي دې يوړه داړه مارانو
غوټۍ دې لوټ كړې تورو كارغانو
* * *
زه درنه لرې ،  پردي وطن كې
په ياد دې سوزم ، په ياد دې ژاړم
هر شيبه دې ، له  غمه مرمه
په عشق دې پايم ،په  نوم دې وياړم
* * *
د ګلو ښاره، د ښكلو ښاره
زخمي كابله، ورانه كابله
سوى كابله، ويجاړ كابله
ښكلى كابله، ګرانه كابله
المان
١٩٩٣ / ۵ / ٢٠
شاعر : صديق کاوون توفاني     
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود