کابل کې د مرګ - ژوبلې پېښې:  تېرو دوه ورځو کې لس کسان وژل شوي 

روهي (نۍ/۱۵ د لېندۍ)، تېرو دوه ورځو کې کابل کې د جنايي او هدفي وژنو په پېښو کې لس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. 

وړمه ورځ وسله والو غلو د اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د نادر مهمند په نوم د ازادو سياليو يو لوبغاړی په چاړې ووژلو او دوی او وتښتېدل. نادر مهمند ډاکټر هم وو او د ورزش په برخه کې یې لاس ته راوړنې درلودې. 

په څلورمه امنيتي حوزه کې له يو کانټېنره د یوې ميرمنې او درېیو ځوانانو جسدونه موندل شوي‌ دي. 

د لومړۍ او ۱۳مې امنيتي حوزو اړوند سيمو کې وسله والو غلو يو کس وژلی او درې نور یې ټپيان کړي ‌دي. 

تېره ورځ کابل رحمان مېنه سيمه کې د سترې محکمې يو تن قاضي هم د ناڅرګنده وسله والو له خوا ووژل شو. 

له بلې خوا کورنيو چارو وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل اووه تنه د نشه یي توکو له امله مړه شوي دي.