ښوونځی

په لسم ټولګي کې وم، چې موږ له کلي څخه ښار ته را کډه شوو. له ماشوم توب څخه مې له داکټرۍ سره لږیده. یوه ورځ له ښونځي څخه کور ته راغلم. له کلي څخه، کلي وال مو راغلی وو. مېرمن یې ناروغه وه. ځان سره مې وویل: ته دو بیچاره ګانو ته وګوره، له څومره لرې ځای څخه ډاکټر ته راځي. ځان سره مې هوډ وکړ کله چې داکټر شم، نو خامخا کلي ته ځم، د دې مسکینانو رنځ به دوا کوم. دولسم ټولګي ته شوم، او د کانکور ازموینې ته مې چمتوالی ونیولو. کال وروسته، په ازموینه کې مې ګډون وکړ. د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوم. د زده کړیالۍ دوره هم خپلې سختۍ لري. پوره اووه  کاله مې زدکړې وکړې. او بلاخره ډاکټر شوم. خپل تخصوص مې هم د غاښونو په سر جرایۍ کې واخیست. 
 
کلی او پخوانی هوډ مې هېر وو، چې زه به یوه ورځ کلي ته د داکټر په  صفت ځم. یوه ورځ مې ورور راته زنګ وکړ، وویل: چې د یوه کلي وال مېرمن مو ناروغه ده، ستا ادرس مې ورکړ، مرسته ورسره وکړه. 
 
کلی وال مو راغی، روغ بړ مو وکړ. خو کله مې یې چې مېرمن ولیده، نو پخوانې یادونه مې را ژوندي شول. هغه زما معشوقه ښکلا وه. ما ټول څیزونه له یاده ایستي وو. نه پوهېږم چې بیا ولې را ونڅېدل. هغې ډېر تغیر کړی وو. خو سترګې یې لا هغه ښان شکلي وي لکه د آهو سترګې، له سترګو مې وپېژندله.
 
د خاوند څخه مې یې وپوښتل څه ستونزه لرئ.
ځواب یې راکړ: ډاکټر صاحب! غاش یې ډېر درد کړلا، او نو بیا د کلي حکیم ته ورغلو، هغه وایستلو (حکیم یو غیر مسلکي کس وو، چې د ډاکټر دنده یې په کلي کې پرمخ وړله. کله چې په کلي کې وو. زما د تره د زوی تل سر خوږېدا، نو کله به چې حکیم صیب ته ورغلا د چرسو یوه ټوټه به یې ورکړې وه، چې دا دې د غاښ لاندې کېږده جوړېږې، نیم کلی یې چرسیان کړل، بس د ده همدا یوه دوا وه ). نو وروسته له هغې نه، د مېرمنې مې د مخ شی لور ډېر درد کړي او کله بې حسه وي. 
 
کله مې چې د غاشو عکس یې واخیست، ومې لیدل چې غاش یې په ډېر فشار او په غیر مسلکي ډول ایستلی او لاندنۍ زامه یې ماته شوې وه.
 
موضوع مې ورته وویله. ورته مې وویل: یوه وړوکې عملیات ته ضرورت لري. د وویل: ډاکټر صاحب! د عملیاتو لږښت څومره کیږي. لږښت مې یې ورته ووې. سړی غلی شو وویل: داکټر صاحب! دا خو ډېرې پیسه کېږي زه خو دومره نه لرم. ما ورته وویل: خیر تشویش مه کوه، زه به یې پور درکړم، هرکله چې خدای درکړې بیا به یې راکړې.
 
دی ډېر خوشاله شو او مننه یې وکړه، چې زه به هیڅ کله ستا دا احسان هېر نه کړم. ورته ومې ویل: نه نه دا خبره به ته نه کړې ته خو مې کلیوال یې دومره خو پر ما حق لرې.
 
ځان سره مې وویل: په ښکلا مې دومره درد نه لوريږي، دومره خو په ما هم حق لري. عملیات یې تېر شو. څو ورځې تېرې شوې. دې به تل د سترګو له څنګه راته کتل، خو څه یې نه ویل. مابه ځان نه پوهولو، ځان سره مې ویل دې به لا دمخه هېر کړی وې، لکه تا چې هېره کړې وه. وروستۍ ورځ یې وه نوره نو روخصتېده. خاوند ته مې یې ځینې دواوې ولیکې، ورته مې وویل: دا دواوي واخله او بېرته یې ماته راوړه چې وېیې ګورم، او نور نو مېرمنه دې شه. دا کولی شئ لاړه شئ.
 
خاوند یې په دوا پسې ولاړ. دې ته مې وویل: چې یوڅو وخته احتیاط کوه، ډېر ساره او تاوده شیان مه خوره. ما غوښتل له اتاقه بهر شم، چې غږ را باندې وشو سیلابه! دا دښکلا آواز وو. نیږ دې ورغلم. بیا یې وویل سیلابه! زه دې له یاده ایستلې یم. ته خو چې لاړې پسې لاړې، خپلې ټولې وعدې دې هم هېرې کړې. تا خو ویلې وو، کله چې ډاکټر شم نو بیا بیرته کلي ته راځم او خپلو کلی والو ته به خدمت کړم. زه ډېره ستا په انتظار کې پاتې شوم. خو ستا هیڅ درک معلوم نه شو. زه هم د بل چا شوم. خو زما لا تر اوسه له یاده نه یې وتلی، ستا هر یاد مې په سترګو کې تاویږي، خو اوس خبره له خبرې تېره ده. 
 
له سترګو یې اوښکې راغلې. په دې دقیقې کې یې خاوند راغۍ، دوا یې را ښکاره کړه. دوا مې ولیده، د استعمال سپارښتنه مې ورته وکړه او ورته ومې ویل: چې نور کولی شئ  لاړ شئ.
 
زه خپل اتاق ته روان شوم، ورځ تېره شوه، ماښام کور ته روان شوم. ښکلا مې هیڅ له سترګو څخه نه لرې کیده. بیګا مې مور غږ وکړ چې ډوډۍ وخوره، خو زما هیڅ اشتها نه وه. ورته مې وویل: زه موړ یم. خو زه لا هم په پخوانیو یادونو کې ډوب وم. او د ښکلا هغه غږ بې مې تر غوږ شو، سیلابه! سیلابه!..
 
اوني تېره شوه کارته تلم راتلم خو ژوند مې بدل شوی وو. تل به مې هغه په خیالونو کې وه. بیا مې هم ځان ته تسلي ورکوله، سیلابه هغه نوره واده شوې. او تا خو لا دمخه هېره کړې وه، د زړه خبره مه منه لږ خپل عقل نه کار واخله.
 
میاشت وروسته مې تصمیم ونیولو، چې کلې کې یوه ماینه خانه جوړه وم، هم به یو څو وخته له ښاره لرې وم. او د خپل د ماشومتوب هډ به هم پر ځای کړم. ټول شیان مې آماده کړل، پلار مې هم خوشاله وو، زماد تصمیم نه، او لادمخه یې کليوالو ته زما د ورتلو زېری یې د کلی په خان کړی وو. مور مې ښه نه برېښېده او زما له تصمیم نه خوښه نه وه، خو پلار مې راضي کړې وه.
 
کلې ته مې د طبی وسایلو سره حرکت وکړ. کله چې کلي ته ورسېدم، کلیوالو او خان صیب لا د مخه زما د ورتلو لپاره يې تیاری نیولی وو.  ټول خوښ ښکاریدل. خان صاحب روغ بړ وکړ. او ما ته یې وویل: داکټر صیب تر څو چې کلي کې یې ته زما میلمه یې، او زما میلمستون به ستا ماینه خانه  وي. 
 
ما نه غوښتل چې څوک راسره په تکلیف شي. خو د خان صاحب اسرار دې ته اړ کړم، چې د ده غوښتنې ته غاړه کېږدم.
څو ورځې تېرې نه وې چې د مریضانو قافلې را روانې شوې، له نږدې او لرې کلیو څخه څوک چې زما په راتلو خبر شوي و راتلل.
 
اونۍ لا تېره نه وه، چې د خان صیب کره د ښځو شور ګډ شو. ګړۍ وروسته خان صیب او یوه ښایسته پیغه زما معاینه خانې ته راغلل. 
 
خان صیب ته مې وویل: خان صیب خیرت خو به وي
د لور مې په غاښ بریښ دی، ځان له درده په ځمکه ولي. ته یې یو ځل وګوره.
جلۍ ته مې وویل: مهربانی دلته په چوکۍ کېنه. کله چې غاش مې یې وکتلو نو اوبه یې اخیستې وي او او سوری هم وو. دوا مې ورکړه. او سپارښتنه مې ورته وکړه چې یوه اونۍ ورسته دې راشئ، چې غاښ یې تداوي کړم.
 
زموږ په کلي کې د هلکانو ښوونځی وو، خو د نجونو ښوونځی نه و. کال مخکې دولت غوښتل چې ښوونځی جوړ کړي، خو خان صاحت ممانعت کړی وو. ویلي یې وو: موږ خپلې ښځې نه بې سطره کوو.
 
 نو کله مې چې کلي کې د مریضانو وضیعت ولیدو، ډېر مې زړه درد وکړ چې څومره ستونزو سره لاس او ګړیوان دې، په ځانګړي ډول ښځې. زه په دې ښه پوهېدم، د دې ټولو منشا‌‌ء د ښځو د مکتب نه ښتون دی. هغه متل دی وایي که یوه ښځه بیسواده پاتې شې نو یو نسل تبا کوي. زموږ په کلي کې هم همدا وضیعت وو. مېندو خپل او لادونه سم نه وو روزلي، نیم بنګاین او چرسیان وو، نیم بیا ایران ته په مزدورۍ تللی وو. نیم بیا د تربګنت او بدیو شا نیولي وه.
 
ځان سره مې هوډ وکړ، په هر ډول چې امکان لري خان صیب ته قانع کوم، ترڅو د نجونو ښونځي ته اجازه ورکړي.
اونۍ تېره شوه، خان صیب له خپلې لور سره بیا راغلل، کله مې چې د خان د لور د غاش تداوي شروع کړه. د خان صیب سره مې هم بڼدار شروع کړ.
 
ورته ومې ویل خان صیب هغه د نجونو د ښونځې کیسه څنګه شوه.
ده په ډېر فخر ځواب راکړ: شکړ الحمد الله پرېمو نښود، چې د کلي نجونې بې سطره شي. ما ور غبرګه کړه خان صیب که په کلي کې کومه زنانه ډاکټره وی، نو تابه دا خپله ښایسته پیغله لور ماته تداوي ته راوستې وئ. دا خبره په خان صیب ښه ونه لږېده. را غبرګه یې کړه، دومره بیغیرته نه یم، کې وی نو تا ته مې نه راوستله. او د ضرورت په وخت کې خو ډاکټر محرم دی. ورته ومې ویل شا نو کې ډاکټره وی ماته دې نه راوستله، نو دا نجونې چې مکتب وه نه وایې نو له کومه به ډاکټره شي، له هوا نه خو نه را کوزيږي. خان صیب باندې خولې روانې شوي. او څه یې وه نه ویل.
 
او پو شوم چې ده ځان پړ احساس کړ، نو ور غبرګه مې کړه، خان صیب د نجونو په تعلیم کې خو څه ستونزه نشته، او تعلیم خو فرض ده.
 
دی سره د خپلې لور روان شو. نور مریضان مې هم معایته کړل، نن ورځ ډېر زیاد وو، ډېر ستړی شوم. معمولن هر بیګاه د خان صیب زوی ډوۍ راوړله، خان صیب هم راتلا، زما سره یې په ګډه ډوډۍ خوړله. نن خان صیب  نه ښکاریدا، زوی یې یواځې راغلی وو. پوه شوم چې خان صیب زما په خبرو خپه شوی وو. 
 
سهار وختي چې کله لمانځه ته را ویښ شوم، چې د خان صیب غږ مې تر غوږ شو، ډاکټر صیب! ‌ډاکټر صیب!
ځان سره مې وویل: خدای دې خیر را پېش کړئ چئ خان صیب په دې سهار وختي کې څه وایي.
ورته ومې ویل: خان صیب خیرت دې په دې سهار وختې کې څنګه راغلی یې. را غبرګه یې کړه، خیرو خیرت دی، ته راځه چې لږ به وګرځو او خبرې سره وکړو.
 
ډاکټر صیب ستا په پرونۍ خبره مې ډېر سوچ وکړ، ټوله شپه خوب رانغلو او دې نتیجه ته ورسېدم چې ته په حق یې. د نجونو لپاره یو ښوونځی ضروري دي. او په دې توګه نه دا چې زموږ ښځې بې سطره کېږي نه، بلکه زموږ عزت پرځای کیږي. نو زه به دا خبره په کلي کې هم یاده کړم، او له ملا صیب سره به مشوره پرې وکړم.
 
ته داسې وکړه چې نن د ماسپښین لمانځه ته جومات ته را شه، کله چې مو د ماسپښین لمونځ ادا کړ، خان صیب را جګ شو او خبره یې له خلکو سره شریکه کړه، ملا صیب هم وویل: دا خو ډېر ښه کار دی. نورو کلیوالو هم د خبرې په مقابل کې ډېر غبرګون و نښود، د خان صیب په ټینګار او ملا صیب د اسلام له نظره د مسله په جدیت خبرې وکړې. لږ بحث نه وروسته ټول راضي شول.
 
کومې موسسهء چې غوښتل زموږ په کلي کې مکتب جوړکړي، د ریس سره یې په تماس کې شوم، ریسس یې وویل: که کلیوال موافقه وکړي، ډېر ژر به د ښونځي ځای تعین او د ښونځي د ودانۍ چارې به پیل کړي. کلیوالو هم د ټولو په مشوره د جومات څنګ د ښونځي ودانۍ ته غوره وګڼلو. 
 
زما د کال په پوره کېدلو، په کلي کي د ښونځي د ودانۍ چارې هم تکمیل شوې. ما څه موده مخکې بهر کې د PHD  پرګرام ته نوم لیکنه کړې وه، او په کلي کې د انترنټ د نشتون له امله مې خپل ایمل خپل ورو ته ورکړی وو. تر څو چک یې کړي او ما خبر کړي. ورور مې را ته زنګ وکړ، چې دې پروګرام ته بریالی شوی یم او ژو دې ځان دانتریو لپاره راورسوه. خان صیب سره مې خبره شریکه کړه، او کله چې کلیوال هم خبرشول ټول ډېر خپه وو، خو چاره نه وه. ټولو نه مې خدای په اماني واخیسته او د ښار پر لورې روان شوم.