ننګرهار کې روان کال ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

روهي ( دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، ننګرهار چې د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی، د چاواکو په وینا چې سږ کال په دې ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې له ۳۵ تر ۴۰ زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي. 
د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شتون لري او په دغو فارمونو کې نږدې دوه زره ښځینه او نارینوو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په دې وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
د ننګرهار په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه له ۲۵۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ده، چې ددې ولایت شات د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.