د فلسطین مشر محمود عباس د امریکا له نوي رهبرۍ د یو خپلواک دولت په توګه ددې سیمې د منلو تمه ښودلې

روهي ( دوه نۍ/ ۱۰ د لیندۍ)، په امریکا کې  له ټاکنو وروسته ددې هېواد له نوي رهبرۍ فلسطین او عربي ټولنه تمه لري ترڅو فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه ومني او دې  برخه کې د پام وړ مثبت رول ادا کړي.

پرون یکشنبه په همدې  موخه د مصر  په پلازمېنه قاهره کې د فلسطینې  ادارې مشر محمود عباس او د عربي ټولنې منشي احمد ابو الغیظ د اسرائیل او فلسطین د شخړې په اړه خبرې کړي.

د چارواکو په وینا، چې په دې اړه د اردن پادشاه عبدالله هم له محمود عباس سره کتلي او هیله‌ یې څرګنده کړې چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او فلسطین د شخړې په هواري کې رول ولوبوي.

په همدې  موخه د اردن حکومت په بیانیه کې راغلي، د دغه هېواد پادشاه ټینګار کړی چې له فلسطین سره د خپلواک دولت په جوړولو او مشروع حقونو ته د لاسرسي په چارو کې اوږه په اوږه درېږي.