ناوړه ولور (مهر)

په پښتني ټولنه کې ډېری داسې دودونه هم شتون لري چې د اسلام سره په ټکر کې وي چې يو یې هم ولور دی. 

اسلام ددې لپاره راغلی چې بشريت د جهالت او ناپوهۍ له ذلت څخه راوباسي. په اسلام کې ذکر شوي دي، چې غوره ښځه د کم ولور ښځه ده خو دلته برعکس ده. د اسلام له نظره مهر د خور او لور حق دی خو بدبختانه دوی ددې څخه عاجزې دي. او همدارنګه اسلام لارښوونه کوي چې د ښځې نېک بختي يوه دا هم ده چې مهر يا ولور یې کم وي خو دلته برعکس او همدا کم ولور دې چې ټولنه د اخلاقي فساده او زنا څخه کموي.

 که څه هم چې زموږ ټولنه اسلامي ده خو بدبختانه چې زياته تر خراب کلتور لاندې راغلي. دلته همدا ولور دروند بار دی چې زموږ ډېرئ ځوانان یې په پرديو ملکو خواره واره کړي په کالونو کالونو مسافري کوي. او د خپلې ځوانۍ خواږې ډکې هيلې شپې سبا کوي. زموږ په ټولنه کې د ناوړه کلتور دومره اغېز کړی چې ختی تر خپلو نجونو د خرڅلاو د توکي په شان استفاده کوي.

همدا هم يو علت کېدای شي چې زوم يا ځوان تر کلونو له قرضدارۍ څخه نه خلاصیږي چې اسلام دا کړنې ناروا ګڼلي مګر خلک خپلې لورګانې سرمايه ګڼي که د زوم په کور کې یې لور په څومره بد حالت کې قرار هم لري او همدا سبب دی چې ددوی دوستۍ ترمنځ زياتې ستونزې رامنځته کيږي. دلته د ولور قيمت د لسو لکو افغانيو څخه آن تر شلو او ديرشو لکو پورې رسيږي چې دا د يوه عام وګړي لپاره لويه سرمايه ده که دا سرمايه ترې واخيستل شي نو زوم په خپل لاس د بدبختۍ کندې ته غورځوي. او همدا یی لاعمل دی چې نجونې د خپل ژوند څخه کړيږي. ددې ستونزې د حل لپاره بايد د ټولنې باوري او عقيدتي ځواک یې هغه که علمأ دي او که قومي مشران دي خو چې په اسلامي احکامو سمبال وي. خلکو ته بايد تبليغ وکړي تر څو افکار یې د لوړ ولور ضد عيار شي.