روهي (نۍ/۸ د لېندۍ)، د ايران دفاع وزارت ويلي دي چې مشهور اټومي ساينس پوه محسن فخري زاده ايران سره نېږدې په يو بريد کې وژل شوی دی. د ايران بهرنيو چارو وزارت دغه بريد دولتي ترهګري عمل بللی دی.
د ايران حکومت د ياد بريد تر شا د اسرائيلو لاس بللی دی او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته شکايت کړی دی. ايران ويلي دي چې داسې څرګندنې نښې یې موندلې دی، چې د بريد تر شا د ايران لاس دی.
دغه شکايت پاڼه په ملګرو ملتونو کې د ايران د دايمي استازي مجید تخت روانچي له خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارل شوی دی.
له دې وړاندې د ايران د سپاه پاسدران ډلې د قدس څانګې مشر قاسم سلمياني د امريکا پوځ د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شوی وو.
وروستي