د امریکا جمهور رىٔیس!

نن سبا، په زیاتره افغاني رسنیو کې دا بحثونه کیږي، چې د امریکې بهرنۍ تګلاره، د امریکې د جمهور رىٔیس سره کوم ښکاره تړاو نلري، او د جمهور رىٔیس له بدلېدلو سره، دغه تګلاره ډېره نه بدلیږي. د دغه نظر خاوندان دغه دلیل وړاندې کوي، چې په امریکه کې بهرنۍ تګلاره، د یوه خاص ګروپ له خوا تعین او څارل کیږي، او جمهور رىٔیسان یوازې هغه په عمل کې پیاده کوي، او بس.

زه په ډېر معذرت سره، له دغه نظر سره لږشانته مخالفت لرم.
زما په اند، د امریکې جمهور رىٔیس، د امریکې په بهرني سیاست کې هر وخت رغنده رول لري.

د نړۍ خلکو ته معلومه شوه، چې دونالد ترمپ پدغه تېرو څلورو کلونو کې هغه کارونه وکړل، چې د امریکې بل جمهور رىٔیس نه وو کړي.

د مثال په توګه، بیت المقدس یې د اسراىٔیلو د پایتخت په حیث ومنلو، او د امریکې سفارت یې ورته انتقال کړ. دغه کار د امریکې نورو پخوانیو جمهور رىٔیسانو نه و کړی، او دونالد ترمپ متأسفانه، دغه کار وکړ، او د اسلامي نړۍ یې کومه پروا هم ونه ساتله.

همدارنګه، د ځینو اسلامي ملکونو سیاسي اړیکې د اسراىٔیلو له حکومت سره هم، دده په هلو ځلو، او دده په وخت کې سرته ورسېدلې. تر دې د مخه یوازې مصر او اردن، د اسراىٔیلو سره ښې سیاسي اړیکې لرلې. اوس ځینې نور ملکونه هم پدغه لست کې، متأسفانه ورعلاوه شول.

کېدای شي، دغه به د امریکې د ټولو پخوانیو جمهور رىٔیسانو آرزو هم وه، چې همدغه شانته کارونه وکړي، لېکن هغوی دغه جرأت نشو کولای، او کېدای شي، دوی د اسلامي ملکونو له غبرګون څخه، یوڅه وېره درلوده.

د امریکې نورو پخوانیو جمهور رىٔیسانو، به دغه کارونو ته زړه نه ښه کاوه، مګر دونالد ترمپ دغه کارونه سرته ورسول.

د یادولو وړ ده، چې دغه خبره، چې د امریکې جمهور رىٔیس، په بهرنۍ تګلاره دومره زیات اثر نلري، په زیاتره وختونو کې یوازې د اففانانو له خولې راوزي. همدغه خبره به هېڅکله د نورو ملکونو له مطرح وګړو، او له مهمو سیاستوالو څخه وانه ورېدل شي. دا یوازې ځینې افغانان دي، چې همېشه مفتې او بې مسىٔولیته خبرې کوي. دا ځینې افغانان دي، چې خپل ځانونه ورته جامع الکمالات برېښي، او فکر کوي، چې همدا دوی دي، چې د نړۍ په ټولو سیاسي مسىٔلو کې پوره پوهه لري.

نه، داسي هم نده، او دغه شانته افغانان، یوازې خپلو ځانو او ځینو وګړو ته دوکه ورکوي، او متأسفانه، چې دوی هم په خپله دوکه باندې ښه پوهیږي، او هنوز هم دغه کارونو ته ادامه ورکوي.

د پام وړ ټکي:
په هرکار کې خپله شخص ډېر د اهمیت وړ وي. تاسي به لیدلي وي، چې ځینې سیاسى ډلې، د هغه د مشر نه وروسته، ډېرې پیکه شوي دي. نو د یوه ملک جمهور رىٔیس، د هغه ملک دپاره ډېر اهمیت لري، او په همدې خاطر، د جمهور رىٔیسانو دپاره آزاد انتخابات سرته رسیږي.

غواړم، یو تخنیکي مثال وړاندې کړم. که چېرې یو شاګرد، بهترین کمپیوتر، او د کمپیوتر بهترینه ژبه وکاروي، لېکن پخپله شاګرد تکړه نه وي. نو واضح ده، چې نتیجه به هم، هغه شانته نه وي، چې باید وای.

نو په واضح توګه ویلای شو، چې د یوه ملک جمهور رىٔیس، د هغه ملک په بهرني سیاست کې رغنده رول لوبوي، او بس.

هېره د نه وي، چې ځینې مسلمانان، متأسفانه، د ځینو مهمو شیانو په هکله ډېر سطحي فکر کوي، او همدغه سطحي فکرونه، په ځینو مسىٔلو کې د دوی د ناکامۍ سبب شوي دي.
نو ځینې مسلمانانو، او په خاصه توګه، ځینو افغانانو ته لازمه ده، چې د اسلام په رڼا کې، د یوه شي په هکله ښه غور وکړي، او د هغو ګټې او تاوان، ښه وسنجوي، او وروسته بیا عمل پرې وکړي.

متأسفانه، ځینې افغانان لومړی یو کار کوي، او بیا وروسته، د هغو د کولو دپاره دلیلونه لټوي، چې داسې باید ونشي.

الحمدلله، په افغانستان کې تر اوسه هم، زیرک او پوه مشران وجود لري، چې د اسلام په رڼا کې، د هرې ملي مسىٔلې سره، په ډېر غور او دقت سره، عمل کوي.

الله(ج) د، ددغه شانته مشرانو تعداد زیات کړي.
 آمین یارب العٰلمین.
په پای کې په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې، الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.

همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.