انعکاس ‎


شېبې همداسې روانې دي؛ خو متحوله دید کمزوری شوی. دا ځکه چې ټولنه د یو بل په برخورد باندې عکس العمل ښیي. دا برخودونه تر ډېره یو اړخیز دي، چې د افرادو ترمنځ تقابل رامنځته کوي. په برخودونو کې مو سطحي او منفي اړخ پیاوړی دی، ځکه خو په ټولنیز ژوند کې د یو بل زغملو او منلو ډاډ له منځه تللی. انساني تدبیر د دې جوګه کېدای شي، چې د ژوند زاویې د ټولنې په رنګ کې انعکاس کړي؛ ترڅو انساني غوښتنې د روښانتیا له زوایې سره وصل کړي او انساني اړتیاوو ته په کتو سره د ژوند په رڼا کې د تقدس شېبې وښیي. موږ څه کوو او ولې یې کوو؟ د دې پوښتنې تر تاثر لاندې د حالاتو سره ځان عیارول پکار دي؛ ترڅو وکولای شو، چې د افرادو  ترمنځ د افکارو په تولید او فکري تعادل کې لاره غوره کړای شو. موږ تر ډېره د نورو افرادو تر سیوري لاندې ژوند کوو او اغېز یې په ورځني ژوند کې وینو. همدغه اغېز له نورو سره د وصل پر ځای د فصل لاره غوره کوي. 

انسان د ټولنې د هر حرکت له مخې اغېزمن دی، هغه که مثبت وي یا منفي، د ټولنې وګړي ترې متاثره وي او انعکاس یې ټوله ټولنه په بر کې نیسي. موږ ولې له دې زاویې زورېږو. دا ځکه چې په دروني زغم کې کمزوري یو او تل د ټولنیز لید له اړخه په نورو ځان بسیا حسابوو. که موږ لږ هم د فکر کولو او لرلید خاوندان واوسو ؛ نو هله بیا څوک زموږ په احساس باندې د بخل ملنډې نه شي وهلی.

 بلکې  د ټولنې په عامه ذهنیت باندې زموږ اغېز او د خبرو انعکاس معلومیږي. باتدبیره فکر د انساني غوښتنو په تعادل کې ډېر اغېز پرېباسي. موږ باید داسې انعکاسي ژوند غوره کړو، چې د ټولنې وګړي پکې د امن او خواخوږۍ لاره ومومي او  د عامه ذهنیت جوړونې لپاره په ټولیز ډول د ښیې تګلارې انتخاب روښانه شي.