روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د هرات ولایت د ممیزو د سږني تولیداتو کچه به نږدې ۱۵ زره ټنو ته ورسیږي او نږدې ۱۳ زره مټریک ټنه شنه ممیز او دوه زره مټریک ټنه «آب جوش» ممیز به تولید شي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، چې سږکال له اته زره او ۷۰۰ هکټاره تاکونو، څخه ۱۴۰ زره مټریک ټنه انګور لاس ته راغلی دی، چې د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښیي.
هرات د انګور او ممیزو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی چې د انګورو ډېری بڼونه ددې ولایت په انجیل، ګذره، اوبه، پشتون زرغون، زنده جان او کرخ ولسوالیو کې دي.
دمګړۍ د هرات په بازار کې د یوه کیلو ممیزو بیه ۱۵ افغانۍ ده.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هرات ولایت د انګورو بڼوالو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او ساتنې او د بڼوالو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په پار یې سږکال د هرات په ولایت کې یو زر او څلور ممیزخونې جوړ کړي دي.
دغه ممیزخونې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې جوړ شوي دي؛ ددغو ممیزخونو په جوړولو سره د هرات په ولایت کې د ټولو ممیزخونو شمېر یو زر او ۴۰۰ ته رسیږي.
وروستي