افغانستان د ګړنګ پر غاړه؛ خو موږ مست لېوني!

په سیاستولۍ کې فرصت پېژندنه، د قوي او کمزورو ټکو تحلیلول او خپل امکانات جاجول د ویښو خلکو کار وي. بې ځایه زور وهل، د وخت او چانس نه پېژندل بد انجام لري.

تېرو شلو کلونو ته په کتو، افغانستان له سخت حالت څخه تېرېږي، د یو بد حالت د راتلو زیات احتمال شته، دا دی جګړه خو شدیده شوه، وژنې اوج ته ورسیدې، د کورنیو جګړه خوښو سربیره بیرونۍ لاس وهنې هم برملا او علني شوې، پیغورونه او طعنې هم په خپلو غوږونو اورو؛ د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د بهرنیو مرستو د کمېدو اندېښنه هم شریکه کړه؛ مګر موږ اوس هم د خپل وطن پر وړاندې خپل مسولیت ته شاه کړې او پښتانه پخپلو کې یو بل ته د پیغورونو او طعنو ورکولو باندې اخته دي، چې په دې کې هم د یوې زورورې نیابتي جګړې وړاندوینه کیدای شي.

افغانستان د ګړنګ پر غاړه!
تاسو ګورئ، چې امریکا د طالب پلاوي سره د سولې توافقلیک لاسلیک کړ او د خیر په غونډۍ کیناسته، دا دی اوس یې زمینه هم برابره کړه، ځان یې له ملامتۍ خلاص کړ، طالب او افغان پلاوی یې په قطر کې په تشو خبرو مصروف وساته او افغانستان کې یې د جګړې د لاسه د افغانانو بیخ وویست.

افغانستان له یوې خطرناکې تیارې څخه تېرېږي، ددې روانې جګړې پایله ګونګه ده، افغان اړخونه هم له خپل برخلیک څخه خبر نه دي، اوس افغانان په دې نپوهېږي، چې دلته جګړه د چا ده او موږ په کې ولې وژل کېږو؟
د حکمتیار صاحب نیوکې پر داوړ او د داوړ نیوکې پر حکمتیار صاحب زموږ رنځور وطن لپاره درمل نشي کیدای یوازې فاصلې ډیروي او موږ یوې بلې جګړې ته بیايي.

یو تحلیل دا هم دی، چې موږ کورنۍ جګړې ته روان یو، چې دا به هم لکه دا اوس د ډېرو لپاره سرګرمي وي او زموږ لپاره ثاني دوزخ!
اړینه دا ده، چې زموږ هېوادوال منظم شي، یو قوي طاقت را رامنځته کړي، تر څو په جګړه خوښو فشار راشي او د افغانستان برخلیک وټاکل شي.
ددې جغرافیې د سیاستوالو او ولسونو غفلت او بې تفاوتي د بلې کورنۍ او نیابتي جګړې ور پرانیستلی شي.

موږ باید بیداره شو، خپل تیت او پرک غږونه متحد کړو او د ددې وطن د سرنوشت ټاکلو لپاره ترې ګټه واخلو، که همداسې بې مسولیته پاتې شو تباه کېږو!
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201118_173426_434.sdoc-->