افغانستان د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې د ایرلنډ کوربه توب کوي

روهي ( درې نۍ/۲۷ د لړم)، د افغانستان کریکټ بورډ وایي، چې افغان ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۲۱ زېږدیز کال د جنوري میاشتې په ۱۸مه، ۲۱ او ۲۳مه نېټو د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي چې کوربه توب یې د افغانستان پر غاړه دی.
 
د کریکټ بورډ په وینا چې یادې لوبې د ۲۰۲۳ز کال د یو ورځنیو نړیوال جام لوبو ته د لارموندنې په موخه د دغه نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي.
 
د یادونې وړ ده، چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي دا مهال د کابل په سرپټې کرکټ اکاډمۍ کې پر تمریناتو بوخت دي چې دوی د چمتووالي په یاد کمپ کې پر غوره توپ اچونې، توپوهنې، تکړښت او فټنس کار کوي.