‎د فساد سره مبارزه باید څنګه وشي؟

‎ لسیزې تیرې شوې افغان ملت د فساد څخه سر ټکوي او حکومت يوازې دکاغذ پر مخ او خولې له لارې نمایشې مبارزه دفساد پر وړاندې اعلانوي.

 هره ورځ فسادګر زیاتیږي، کمیږې نه. ځکه چې فساد کوونکي خپله د عدالت په څوکې ناست دي. فساد ولې ‌‌‌‌‌‌ډير شي، هغه کوم عوامل دې چې فساد ترې رامنځ کیږي.

‎د فساد عوامل نفسي خواهشات دي. د بې ځایه غوښتنې دي، بې ځایه مصارف دي، بې ځایه لګښت دی، بې ځایه فرمایشات دي، ناوړه دودونه او عنعنات دي.

‎پوښتنه داده  چې دغه عوامل یو لوړ پوړې او ټيټ رتبه مامور څنګه پوره کړې؟

‎ایا دا مامور دخدمت لپاره ګمارل شوې او یا دټولنیز ژوند د خواهشاتو دپوره کولو لپاره؟

‎مخکې له دې چې یومامور پردنده ګمارل کیږې، د هغې سرمایه هرو مرو ثبت کیږې. خو ولې یو عادې مامور چی میاشتنۍ مزد یې 12000 افغانۍ دی دکورنۍ غړې یی اته نفره وې، دکورنۍ مصارف یی دوه چنده وې، بل عاید هم نلرې یو کال وروسته دیو نوی کور او د یو موتر خاوند وي؟

‎ځواب دا دی  ټول دولتې مامورین الف څخه تر ی پورې  په فساد ککړ دی. او دملت څخه پر یړ عادې امضاأ باندې  سرمن اوباسې.

‎د حل لاره دفساد سره مبارزه:
‎دفساد رامنځ ته کیدو عوامل له منځه ولاړ شي؛
 
‎دلوړ خواهشاتو او غوښتنو مخنیوی وشي؛

‎هر مامور باید مالیاتو څانګې ته میاشتنی او کلني مصارفو رسید کاپي تسلیم کړې ، او اصلې یی له ځانه سره وساتې؛
 بل تول رسیدات دتقاعد پروخت کې دوباره وکتل شې؛

‎هر دولتي مامور هر سیاحتې  او رسمې سفرونو او لګښتونو په اړه خپلې ادارې ته خبر ورکړي. په ټولو دولتې مامورینو يوشان قانون پلې شې.

‎دفساد سره دمبارزې لپاره دنړۍ دنورو هیوادونو حکومتې سیستم سره پرتله شې. باید دنړې څخه څه زده کړو او څه تقلید کړو.

‎بل په ښونځیو، او پوهنتونو کی شاګردانو ته دفساد دمخنیوې، او نه رامنځته لارې چارې وښودل شې. چې راتلونکې کې ځوان نسل وکولې شې په اسانۍ سره دفساد مخنیوی وکړي.